اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت کروندګر وایي، سږکال یې وچکالۍ پر کرنیزو ځمکو منفي اغېزه کړې، چې له امله یې په زیاتو ولسوالیو کې غنم او نور فصلونه نه دي کرل شوي او ځينې یې د اوبو د کمښت له امله د وچیدو له ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو کروندګر الله محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وچکالۍ نه یوازې د غنمو فصلونه ته زیان اړولی بلکې د دې تر څنګ یې په زیاتو ولسوالیو کې د تازه میوو جوړ شوي بڼونه هم د وچیدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
الله محمد زیاته کړه: «د ننګرهار په هغه ولسوالیو کې چې هلته به خلک په للمي ځمکو غنم او د دې وخت نور فصلونه کرل سږکال نه دي کرل شوي او لامل یې همدا دی چې هلته اوبه نشته او دومره وسه د خلکو نه کیږي، چې په ماشین اوبه له ځمکې راوباسي ځکه تیل هم قیمته شوي او د دهقانانو اقتصاد هم خراب شوی دی او که چیرې حکومت دې برخې ته پام ونه کړي نو خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي په خاصل ډول دهقانان ځکه دوی خو بل عاید نه لري نو غوښتنه له حکومت دا کوو چې دهقانان وته دې د ماشین په وسیله له ځمکې څخه د اوبو د راویستلو زمینه برابره کړي او دې برخه کې دې کومک وکړي.»
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یو تن دهقان شاکر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل که د کرنې ریاست د دوی ستونزو ته د حل په برخه کې د ځانګړې پاملرنه ونه کړي نو ویره شته چې زیاتره خلک به د قحطۍ له ګواښ سره مخ شي.
د نوموړي په خبره د ښو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره اړينه ده چې کروندو ته وخت پر وخت اوبه او کیمیاوي سرې ورکړل شي.
شاکر زیاتوي: «اوبه د ځمکو لپاره ډیر مهمې دي ځکه که اوبه نه وي نو ستونزې لا پسې زیاتیدلی شي او ښه حاصلات بیا هم نشو ترلاسه کولای، نو که چیرې د دهقانانو ستونزو ته پام ونشي نو نه یوازې دا چې حاصلات به کم وي بلکې د یوې لوې قحطۍ د راتګ ویره هم شته دی، نو تمه لرو چې کرنې ریاست په دې برخه کې له بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د ورکړې په برخه کې مرسته وکړي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین هم د دهقانانو ستونزې مني او وایي، که سږکال په خپل وخت بارانونه ونشي وچکالي به کرونده ګر سخت وځپي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د باغدارۍ برخې مسول محمد اکرم دلګیر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سږکال د ننګرهار شپږ ولسوالۍ د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله له سخت ګواښ سره مخ دي.
نوموړی اندیښنه لري لري که پر وخت کروندو ته اوبه ونه رسیږي نو حاصلات به یې هم د تیرو کلونو په پرتله کم رنګه وي.
محمد اکرم دلګیر زیاتوي: «سږکال د ننګرهار شپږ ولسوالۍ، ګوشته،چپرهار، لعلپوره، کوز کونړ ولسوالۍ کې اندیشنه شته چې اوبه هلته کمې دي او د ماشین په وسیله راویستل یې هم سخت دي، ځکه تیل قیمته دي او خلک ورته زړه نه ښه کوي، نو که په خپل وخت کافي اندازه اوبه ونه رسیږي نو حاصلات به یې کم وي او همدارنګه هلته د ستروسو باغونه دي هغه هم د چیدو له ګواښ سره مخ دي، خو کرنې ریاست هڅه کوي د مختلفو لارو د دهقانانو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.»
د کرنې د برخې کارپوهان خبرداری ورکوي که حکومت د کرونده ګرو ستونزو ته پاملرنه و نه کړي شته وچکالي به د کروندګرو لپاره سختې بدې پایلې ولري او دوام به یې د ټولو افغانانو په زیان وي.
