کندهار کې د تېر حکومت چارواکو او سوداګرو د کنګل‌شویو پیسو ازادېدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: کندهار کې سوداګرو، قومي مشرانو او د تېر حکومت ځینو چارواکو د کنګل شویو پیسو د ازاديدو غوښتنه وکړه.

په کندهار کې نن (چهارشنبه، ۸ د مرغومې) د کندهار یو شمېر سوداګرو، قومي مشرانو او د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو له هغې ډلې د مخکیني حکومت د قبایلو وزیر ګل اغا شېرزي، د کندهار مخکینی مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري، د ارزګان مخکیني والي اسدالله سعید او ځینو نورو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د امریکا له پارلمانه وغوښتل چې د افغستان کنګل شوې پيسې دې ازادې کړي.

دوی وویل، دغه پیسې د افغانانو دي او له بندېدو سره یې په افغانستان کې سوداګرو او عامو خلکو ته زیایونه رسیږي.

په دغه غونډه کې د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر وویل، امریکا د دغه پيسو په کنګل کېدو سره پر عامو افغانانو ظلم کوي ځکه دا پيسې په حکومت پوري اړه نه لري.

هغه زیاته کړه، افغان سوداګرو نړۍ ته صادرات کړي دي خو اوس يې پیسې هلته بندې پاتې دي او دلته په افغانستان کې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه راز په غونډه کې د مخکیني حکومت د قبایلو وزیر ګل اغا شېرزي وویل، د طالبانو حکومت باید د پيسو ازادولو او نورو چارو لپاره متخصصین، سیاسي او ملي شخصیتونه که په بهر کې دي او که دلته په هېواد کې دي راوبولي تر څو دا موضوعات حل کړي.

په دغه غونډه کې د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر وویل، امریکا د دغه پيسو په کنګل کېدو سره پر عامو افغانانو ظلم کوي ځکه دا پيسې په حکومت پوري اړه نه لري.

شېرزي وویل، که وضعیت همداسې روان وي د طالبانو امارت به دوام ونه کړي او باید په دې برخه کې اسلامي کنفرانس او ملګري ملتونه لاس په کار شي ځکه اتیا سلنه افغانان لوږې سره مخ دي.

دغه راز د کندهار سوداګرو هم پر امریکا سختې نیوکې وکړې چې اوس مهال له افغانانو سره ظلم کوي او د هغوی شتمني یې کنګل کړې ده.

د کندهار یوه سوداګر محمد ولي هوتک وویل، امریکا د جګړې په ډګر کې ماتي وخوړه خو اوس یې اقتصادي او کلتوري جګړه پيل کړې چې په دې کې به هم ماتي خوري.

دغه راز بل سوداګر حاجي محد صدیق وویل، د کنګل شویو پيسو له امله د روغتیا په برخه کې هم ډيري ستونزي رامنځ ته شوي خو نړیوال یوازي د بشري مرستو په نوم افغانان تېرباسي.

هغه زیاته کړه، دوی پيسې لري خو درمل څوک نه ورباندي خرڅوي چې دا کار د ناروغانو د زیاتوالي او مړیني لامل شوی دی.

د تېر حکومت د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري هم وویل، نړیوالو ته دا وايي، چې اوسنی حکومت یې قبول دی خو دوی باید تعامل ورسره وکړي.

هغه زیاته کړه، ځيني چارواکي چې مخکې بهر ته تللي وه بیرته هېواد ته راغلي دي چې مثال یې ګل اغا شېرزی دی نو باید امریکا هم د اوسني حکومت سره اړیکي سمي کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې له امریکا څخه افغان سوداګر، قومي مشران او د طالبانو مشران د کنګل شویو پيسو د ازادېدو غوښتنه کوي بلکې له دې وړاندي هم په ډيرو غونډه کې دغه غوښتنه شوې او خلکو لاریونونه هم تر سره کړي خو امریکا وايي، د کنګل شویو پيسو چې شاوخوا نهه ملیارډه ډالر کیږي د ازادېدو پلان نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه