اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت د زراعت او کانال ریاستونو مسوولین وايي، سږکال به د اټکل له مخې د مالټو، لیمو، نارنج او د ستروسو د نورو نوعیو حاصلات شاوخوا ۱۴ زره ټنو ته ورسیږي، چې د تیرو کلونو په پرتله به څو چنده زیاتوالی ښیي.
د ننګرهار د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، ننګرهار کې په ۸۳۷۲ هکتاره دولتي او ۲۸۶۰ جریبه شخصي ځمکه باندې د ستروسو باغونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار زراعت ریاست ویاند اجمل سبحاني زیاته کړه: «د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په ۳۸۷۲ هکتاره دولتي او ۲۸۶۰ جریبه شخصي ځمکه باندي د سیتروسو باغونه جوړ شوي او تمه لرو، چې سږکال به یې حاصلات د تیرو کلونو په پرتله زیات وي او شاوخوا ۱۴ زره ټنه د ستروسو حاصل به ولرو چې دتیرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي.»
په ننګرهار کې د نورو بوټو ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د ستروسو بوټي هم تر تحقیق لاندې نیول شوي.
د تحقیقاتي فارم د مسولینو په خبره د پوره تحقیق او څيړنې وروسته يې داسې نوعي موندلي چې دي ولایت کې يې کر او حاصلاتو په برخه کې ښې پایلې ورکوي
د ننګرهار د کرنې ریاست د بڼوالۍ مسول عبدالطیف بارکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دوي له تحقق وروسته يې بڼوالو ته په خپلو بڼونو کې د ستروسو له ۷۰ نوعو څخه تر دې دمه يواځي د څو نوعو د کرلو لارښونه کړي ده .
د زراعت ریاست د بڼوالۍ مسول عبدالطیف بارکزي زیاته کړه:«د ننګرهار د کرنې ریاست دتحقیقي فارم کې تراوسه د ستروسو له ۷۰ نوعو څخه تراوسه پورې د څو نوعیو دکرلو اجازه خلکو ته ورکړل شوې او نتیجه یې هم ښه ده چې سږکال یې حاصلات څو چنده زیات شوي دي، زمونږ هڅه دا ده چې نورې نوعې هم بڼوالو ته په واک کې ورکړو تر څو له دې لارې نورې نوعې وړاندې کړو.»
د ننګرهار ولایت اوسیدونکې وايي، پخوا به له دې ولایت څخه د روسي په ګډون یوشمیر هیوادونو ته مالټي او نور سیتروس لېږدول کېده او له اسلامي امارت غواړي، د پخواني حالت ته د بیا ګرځېدو په موخه دې هڅې چټکې کړي.
د ننګرهار اوسیدونکی ډاکټر مطيع الله زیاتوي: «د ننګرهار اب او هوا د ستروسو دکر لپاره بیخي مناسبه ده نو که چیرې د طالبانو حکومت او په خاص ډول دکرنې ریاست په دې برخه کې پانګونه لا زیاته کړي او دلته د ستروسو باغونه نور زیات جوړ کړي، لکه پخوا به له دې ځایه بهرنیو هیوادونو ته ستروس وړل کیدل خو که بیا هم حکومت دې برخې ته پآم وکړي، نو عواید به هم زیات شي او هم به خلکو ته د یادو باغونو په جوړیدو سره دکار کولو زمینه برابره شي.»
ننګرهار د ښه اقلیم په درلودلو سره د زراعت لپاره مناسب ولایت دی او د سیتروسو سربیره د زیتونو , خرما او ګڼ قسمه نور میوه جاتو باغونه لري او باور دا دی که د شاړو ځمکو ابادۍ ته پام وشي نو د کرنې په غني کېدو به له بهره دې ولایت ته د میوه جاتو او ترکارۍ په راوړو کې هم کمی راشي.
