اطلاعات روز: د طالبانو رهبر مولوي هیبتالله اخندزاده کندهار کې د مسوولینو او چارواکو یوې پراخې غونډې ته په وینا کې طالبانو ته ویلي چې د ده د عفوې درناوی دې وکړي او د تېر نظام کارکوونکو ته دې د دوی د تېرو جرمونو سزا نه ورکوي.
باختر خبري اژانس نن (چهارشنبه، ۸ د مرغومې) په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې د طالبانو رهبر مولوي هیبتالله اخندزاده کندهار کې د دې ولایت مسوولینو او چارواکو په یوې پراخه غونډه کې کډون کړی او هراړخیزه وینا او سپارښتنې یې کړي دي.
د طالبانو رهبر په خپلې وینا کې ویلي چې د مشرتابه له لوري د مسئولیت ترسره کېدو په موخه درکول شوي اُصول، طرزالعملونه او لایحې په کلکه عملي کوئ او هیڅ خودسرانه کړني مه ترسره کوئ.
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې داسې مسوولیت وکړئ، څو سبا په رڼو سترګو ولس ته وکتلی شئ.
ښاغلي اخندزاده ویلي: «ټول افغانان داسي وبولئ، لکه خپل وروڼه. زما په ولس ډېره خوا بدیږي، هیڅکله ظلم مه ورسره کوئ، مه یې وهئ، د ظلم پایله بده ده. ټول اسباب خدای ج په لاس کي درکړي دي، د ظلم او لويي لپاره ورڅخه ګټه مه اخلئ؛ بلکي په هر ډول مسئولیت کي عاجزي وکړئ.»
نوموړي زیاته کړې، چې ټول افغانان اوس دوی ته ګوري او تمه یې دوی ته ده، نو طالبان دې د دوی د امن وسیله وګرځي او د دوی د عزت ساتنه دې وکړي.
د طالبانو د مشر دا خبرې په داسې مهال دي چې په دې تېرو لنډو ورځو کې د طالبانو له خوا د مخکیني نظام ځینو کارکوونکو د زورونې او ربړونې وېډیوګانې خپرې شوې چې د ولس له تند غبرګون سره مخ شوې او پر طالبانو یې نیوکې وکړې چې د عمومي عفوې سره سره هم خلک زوروي.
د طالبانو رهبر دغه راز د هغو افغانانو په اړه چې هېواد پرېږدي ویلي چې د دوی قدر او عزت بل هېواد کې نشته او له طالب مسوولینو یې غوښتي چې داسې خلکو ته هېواد کې د پاتېدو قناعت ورکړي.
هغه په دې اړه ویلي: «د دې هیواد هر وګړی موږ ته قدرمن دی، د افغانانو قدر او عزت په بل هیواد کي نشته، نو هیڅ افغان دي له هیواده نه وځي، همدلته دي پاته شي، مسئولین، علماء، قومي مشران، والیان او ولسوالان دي دوی ته قناعت ورکړي، چي همدلته هیواد کي پاته شي، دلته یې عزت او قدر کیږي.»
نوموړي دغه راز طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د عدالت لپاره په ګډه مبارزه وکړئ او هرچاته خپل حق ورسوئ. په مسولیت کي زورواکي مه کوئ، د انډیوالۍ دار او مدار مه ساتئ، د ژبي او قوم په اساس چاته دنده مه ورکوئو بلکي د استعداد مطابق دنده ورکوئ.
نوموړي دغه راز ویلي، د خلکو امنیت ته شپه او ورځ متوجه اوسئ، ګزمې او تلاشۍ چي کوئ خلګو ته مشکل مه جوړوئ.
د طالبانو رهبر په دې اړه زیاته کړې: «څوک چي مو تلاشۍ ته درولی وي، ښه په اخلاقو یې سمبال کړئ، علماوو ته یې کښېنوئ، چې له عامو خلګو سره د تلاشۍ پرمهال ښه سلوک وکړي. د دې نظام سره کلک ودرېږئ او ټول په یوه اتفاق سره د امارت ځنځیر همداسي ټینګ وساتئ.»
