اطلاعات روز: د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي اطلاعات روز ته وویل نن (چهارشنبه، ۸ د مرغومې) غرمه ۱۱ بجې د دې ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند د ډراب څلورلارې سیمه کې د مازدا ډوله موټر او موټر سایکل تر منځ په ټکر کې یو کس وژل شوی او یو بل تن ټپي شوي.
نوموړی وایي چې ټپي کس د مارجې روغتون ته انتقال شوی دی.
د حافظ راشد په وینا پر دغه سړک د موټرچلوونکو تیز سرعت او د سړک خرابیدو له امله دغه ډول پیښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د دې ولایت ګرشک ولسوالۍ بازار کې ترافیکي پیښې یو کس وژلی و او یو بل ټپې شوی و.
