اطلاعات روز: که څه هم په زياتره ولسي غونډو کې د طالبانو ځینې مشران د تېر حکومت په چارواکو د فساد تور لګولی، خو په پکتیا ولایت کې به د برښنا ریاست لپاره نوي ټاکل شوي ریس مولوی انور شاه ویلي، چې د تېر حکومت دولتي کارمندان مسلکي، وطن ته ژمن او له فساد څخه پاک خلک دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه (۸، د جدي) د طالبانو له خوا په پکتیا ولایت کې د نویو ټاکل شویو ریسانو په معرفت غونډه کړې کړي او زياته کړې يې ده، چې د نوي نظام د پرمختګ او محکم کېدو لپاره باید له پخوانیو کامندانو کار واخیستل شي.
هغه وویل: «زه نورو ریسانو ته هم دا وایم، چې ریس صیب د تېرې ادارې پاتې کامندان مسلکي، وطندوسته او له فساده پاک خلک دي، له ماسره په ریاست کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ځوانان کار کوي، خو تر اوسه مې یوه روپۍ هم ورباندې نه دی ثبوت کړې، نو پکار دی، چې د دوی له وړتیاوو ګټه پورته شي.»
په همدې حال کې بيا د پکتیا والي احمد علي جان احمد له تازه ټاکل شويو ریسانو غوښتنه وکړه، چې خپلو دندو ته ژمن و اوسي او د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
والي وويل: «ولس کار غواړي، هر څوک چې وي، که هغه د امارت غړی وي یا د تېر نظام خو که فساد یې کاوه او یا یې وظیفوي غفلت کاوه، هغوی ته په اسلامي امارت کې د دندې کولو اجازه نشته او دا درته په واضح ټوکو وایم، چې که مو ښه کار وکړ، ښه به ستایل کیږئ او که په خپلو دندو کې مخلص نه وئ، نو بیا تاسو هم خپلو دندو ته دوام نشئ ورکولی.»

محمدي نويو ریسانو ته خبرداری هم ورکړ، چې اداري فساد، غلا او له وظیفیوي غفلت څخه جدي ډډه وکړي.
نوموړي همدا راز د تېر نظام دولتي کارمندانو ته ډاډ ورکړ، چې له وېرې پرته خپلو دندو ته راستانه او له نوي سره په ګډه خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه وویل: «زمونږ هغه اشخاص که ریسان دي او یا هم نور دولتي کارمندان، چې خپلې دندې ته ژمن و نه اوسي، فساد کوي او یا هم وظیفوي غفلت کوي، هغوی ته ځای نه لرو، ځکه دا نظام چې راغلی د ځوانانو په بې شمېره وینو سره راغلی دی، نو که نوي ځوانان دي یا د تېر نظام که د ښه کار وړتیا لري، مونږ ورته ښه راغلاست وایو.»
د طالبانو په راتګ، که څه هم په لومړیو ځینې پخوانیو دولتي کارمندانو دندو ته د بیرته تګ زړه نه ښه کاوه، خو اوس د پکتیا سربېره په خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې لیدل کیږي، چې زیاتره پخواني کارکوونکي ورسپارل شوې دندې په مخ وړي.
