اطلاعات روز: زابل کې د رحمتي په نوم موزيم چې له ۱۳۹۵ کال څخه فعاليت کوي، مسوولين يې وايي د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه خلک د ياد موزيم لیدو ته ورځي او لیدنه یې کوي.
د رحمتي موزيم مسوول نجيب الله رحمتي اغا اطلاعات روزته وويل، په دغه موزيم کې دوی د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه تاريخي اثار راغونډ کړي او په خوندي توګه يې ساتلي دي.
هغه زیاته کړه، ياد موزيم يې په خپل شخصي لګښت فعاله کړی او هدف يې د افغانستان په تاریخ او کلتور د راتلونکو نسلونو پوهاوی دی.
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې ياد موزيم ته پاملرنه وکړي او د موزيم د ودې لپاره ورسره مرسته وکړي.
نجیب الله رحمتي اطلاعات ته وویل: «رحمتي موزيم شخصي موزيم دی، چې په ۱۳۹۵ کال کې يې فعاليت پیل کړی. د موزيم ځانګړی هدف د افغانستان په تاریخ د افغانانو پوهاوی دی. هر ورځ لسګونه کسان د یاد موزیم لیدو ته راځي او ننداره یې کوي.»

په ورته مهال هغه کسان چې ياد موزيم ته د ليدنې په هدف ورغلي وايي، په ياد موزيم کې د افغانستان د بېلابېلو وختونو تاريخي اثار ساتل شوي، چې دوی ته يې په ليدو د افغانستان د تېرو وختونو په اړه پوهاوی تر لاسه کېږي.
د حضرت ولي افضل په نوم يو نندارچي اطلاعات روز ته وويل: «دغه موزيم ته زه وخت ناوخته راځم، دلته موږ ته په موزيم کې د موزيم د مسول له خوا د هر تاريخي اثار په اړه معلومات راکول کېږي. دغه ډول موزيمونه باید ډېر شي، څو نوي نسلونه هم د افغانستان له تېرو تاريخونو څخه خبرشي.»
د زابل ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر شرافت وياړ وايي، دوی په دغه ولايت کې د داسې موزيمونو جوړېدو هرکلی کوي او زياتوي چې د داسې موزیمونو د ودې لپاره به جدي هڅې کوي.
هغه اطلاعات روز ته وویل: «داسې موزیمونو جوړېدل ډېر ګټور دي، زموږ هېوادوال پر خپل تاریخ خبرېږي، موږ به یې د ودې لپاره په ټول وس هڅه وکړو.»
د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو پر خپلو شخصي لګښتونو د تاريخي اثار موزيمونه جوړ کړي چې د لسګونه کلونو تاريخي اثار يې په کي ساتلي دي.
