اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې اړوند «مدتخېلو» سيمه کې يو ۱۸ کلن ځوان د نامالومو وسله والو له لوري هغه مهال په ډزو سره وژل شوی، چې له خپل دوکان څخه د کور پر لوري روان و.
د «اسماعېل» په نوم د وژل شوي ځوان پلار احمد شاه وايي، زوی يې تېره شپه ماښام مهال وسله والو کسانو وژلی دی، د هغه په وينا چې دوی هيڅ شخصي دوښمني هم نه لرياو زوی يې په ښرنې ښار کې د لوښو په دوکان کې مصروف و.
احمدشاه له امنيتي مسوولينو د خپل زوی د قاتلينو د نيولو او ورته د سختې سزا غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د پکتیکا امنيتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او په وينا يې چې د وژل شوي اسماعېل د قاتلينو د نيولو لپاره به هڅې وکړي.
په دې وروستيو کې د پکتيکا ولايت په ځينو سيمو کې د نامالومو وسله والو له لوري ځينې کسان په نښه شوي، چې وروسته په تېښته بريالي هم شوي دي، خو د دې ولايت اوسېدونکي بيا له طالبانو د امنيت تامين غوښتنه کوي.
