اطلاعات روز: هېواد کې وچکالۍ د نورو ولایتونو ترڅنګ ارزګان کې هم پر کرنیزو حاصلاتو ناوړه اغېزه کړې او د چارواکو په وینا چې ۷۰ سلنه زیان یې وراړولی دی.
ارزګان کې د طالبانو کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې وچکالۍ پر کرنیزو ځمکو ۷۰ فیصده منفي اغېزه کړې چې له امله یې د کروندګرو په حاصلاتو کې هم کموالی راغلی دی.
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو امر قدرالله حميدي اطلاعات روز سره د مرکې په مهال وويل، د تېرو کلونو په پرتله ډېرو خلکو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت کړی، چې لامل يې وچکالۍ او د خلکو غربت دی.
هغه وايي، د خلکو ستونزې يې له نړيوالو مرستندويه ارګانونو سره هم شريکې کړې، خو تراوسه د ارزګان د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.
نوموړي وويل، که د ارزګان له کروندګرو سره مرسته ونه شي، د کرنې برخې ته به نور هم زيان ورسېږي او د پخوا په څېر حاصلات به ورڅخه ترلاسه نه شي.
حميدي کلید ته وویل: «سږکال سخته وچکالي وه، د کرنې برخې ته یې ۷۰ سلنه زیان اړولی او اقتصادي حالت هم ورسره خراب شوی دی. موږ له موسیسو سره د کروندګرو ستونزې شریکې کړې دي، تمه شته چې هغوی مرستې ورسره وکړي.»
په ورته وخت کې هغه کروندکر چې وچکالۍ ورته زيان رسولی وايي، اړ شوي چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت وکړي.
دغه کروندګر وايي، په تېرو کلونو کې به يې خپل کرل شوو محصولاتو ته په پراخه کچه کيمياوي سره او نور اړين مواد ورکول، خو سږکال د اقتصادي ستونزو له امله دوی يوازې پخپلو ځمکو کرنه کړې او پر کرنیزو ځمکو یې پانګونه نه ده کړې.
د عبدالجبار په نوم کروندګرو اطلاعات روز ته وویل: «دلته د ډېرو خلکو اقتصادي حالت بېخي خراب دی، په خپلو ځمکو يې د نورو حاصلاتو پر ځای د کوکنارو کښت کړی. نورو کښتونو ته کېمیاوي سرې او درمل نه دي ورکړل شوي. دومره وس نه لرو چې د کښتونو لپاره سرې او درمل واخلو. باید له موږ سره مرستې وشي.»
په ارزګان کې د کرنې برخې يو انجينر صبغت الله صابر وايي، د ښو حاصلاتو اخيستلو لپاره اړينه ده چې وخت پر وخت اوبه او اړين مواد ورکول شي.
هغه وايي: «کله چې کرنیزې ځمکې ته اړین مواد ورنه کړل شي، حاصلات یې هم اغېزمن کېږي او څنګه چې تمه کېږي، هغسې حاصل نه ورکوي.»
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، تر دا مهاله دوی ته د کوکنارو د مخنیوي لپاره کوم پلان نه دی ورکول شوی.
تردې مخکې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، د افغانستان کرنې وزارت له اړوندو ادارو سره د شنو سیمو په رامنځته کولو، په ژمي کې د واورو او بارانونو د اوبو په زېرمه کولو، د ځینو بندونو په تړلو او بزګرانو ته د اصلاح شویو او هغو تخمونو په وېشلو چې له وچکالۍ سره توافق کولای شي، بوخت دی او په وینا یې، په دغو او دې ته ورته د نورو تدابیرو په عملي کولو سره به د وچکالۍ زیانونه راکم کړي.
