کندهار کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی

اطلاعات روز: کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې یاد روغتون ته په خوارځواکۍ اخته ۸۰۲ ناروغان وروړل شوي چې له ډلې یې ۳۲ ناروغان مړه شوي دي.

نوزادي وویل چې تېر په پرتله په دې وروستیو دریو میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، په خوارځواکۍ زیاتره اخته کوچنيان هم د غريبو کورنيو دي چې په ښه توګه خواړه او يا نور اړين توکي نه ور رسېږي.

نوموړي وویل: «تېرو دريو مياشتو کي سویه تغذي ماشومان ۸۰۲ نفره ثبت شوي چي په ۸۰۲ نفرو کي ۵۱۸ نفره روغ شوي، ۸۱ نفره په خپله خوښه له روغتونه تللي، ۱۳۷ نفره موږ نورو روغتونونو ته لېږدولي او ۳۲ نور وفات شوي دي.»

په ورته مهال د ميرويس حوزي روغتون مسوولان زیاتوي چې د دغه روغتون د خوارځواکۍ ناروغانو په واټ کي د ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ، د ناروغانو د درملنې لپاره د بسترونو نه‌شتون سره هم مخ دي.

په همدي مهال هغه کورنۍ چې ماشومان يې په خوارځواکۍ اخته شوي دي وايي چې خپلو ماشومانو ته د صحي غذا نه رسولو له امله يې ماشومان خوارځواکه شوي دي.

د بي بي زليخا په نوم يوه مور چې خپل د ۶ مياشتو ماشوم يې دغه روغتون ته راوړی او په خوراځواکۍ اخته دی، اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې کور يې د کندهار په ليرې پرتې «نېش» ولسوالۍ کې دی او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په ورته مهال د ميرويس حوزي روغتون مسوولان زیاتوي چې د دغه روغتون د خوارځواکۍ ناروغانو په واټ کي د ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ، د ناروغانو د درملنې لپاره د بسترونو نه‌شتون سره هم مخ دي.

دغه ميرمن وايي د دوی په سيمه کې لسګونه دغه ډول کورنۍ موجودي دي چې ماشومان يې په خوارځواکۍ اخته دي.

هغه وايي صحي روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی هم نه لري او له دولت څخه غوښتنه کوي چې باید په سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه زيات کړي.

هغه وايي: «زما دغه زوی د ۶ مياشتو دی د نيش ولسوالۍ څخه دلته راغلو تاسو يې پوستکي ته وګورئ داسي ښکاري لکه کاغذ موږ دومره ډوډۍ په کور کې نه لرو چې شپه ورباندي تيره کړو ما ۱۵ ورځې د خپل پلار په کور کې ځکه تيرې کړي چې موږ په خپل کور کې ډوډۍ نه درلوده ماشومان به مو خود په دغسې ناروغيو اخته کيږي هيڅ روغتون هلته نسته.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی و، که د افغان ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ مخه ونه نیول شي، نږدې یو میلیون ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دا په داسې مهال ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې په لوړېدو سره ګڼ‌شمېر خلک د اړتیا وړ خوراکي توکو د اخیستو توان نه‌لري چې راروان ژمي کې د انساني ناورین رامنځته کېدو وېره یې هم زیاته ته کړې ده.

د يادوني وړ ده چې د ملګرو ملتونو د ماشوم صندوق (یونېسف) وايي، افغان ماشومان اوس تر بل هر وخت زیات مرستو ته اړ دي.

په افغانستان کې د یونېسف دفتر پر ټویټر په یوه بیان کې چې د ليندۍ مياشتي پر ۳۰ مه نېټه  خپور شو، د ملګرو ملتونو د دې اړوندې ادارې د ماشومانو د خوندیتوب د څانګې د مشر کورنیلیوس ویلیامز له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، یونېسف پلان لري چې په سختې خوارځواکۍ د اخته یو ملیون افغان ماشومانو درملنه وکړي، خو د ښاغلي ویلیامز په وینا وخت ډېر کم دی. 

د سلام په نوم د یونېسف یو کارکوونکی چې له ځوارځواکۍ ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره په یو مرستندوی ټیم کې د کندهار ارغستان ولسوالۍ تللی پر ټویټر په یوه پیغام کې د افغان ماشومانو پر وضعیت خبرې کړي.

دی وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت په خرابېدو دی او د دې بشري بحران ضربه ماشومان ویني. له درې ملیون زیات ماشومان سږ کال د خوارځواکۍ او له یو میلیون زیات ماشومان که هغه ډول مرستې چې زموږ ټیم‌ یې رسوي ترلاسه نه‌کړي، د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي.»

د ملګرو ملتونو نورو ادارو هم د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه