طالبانو ننګرهار کې د پاکستان له‌خوا د اغزن تار غځولو مخه نیولې

اطلاعات روز: طالب وسله‌والو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د اغزن تار غځولو مخه نیولې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د ملي امنیت رییس ډاکتر بشیر نن (سه‌شنبه، ۳۰ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تیره ورځ یې ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ «پلواسي» سیمه کې د پاکستاني لوري نوي تېریدونکي اغزن تارونه راټول او له ځانه سره یې ملي امنیت ته انتقال کړي دي.

د ښاغلي بشیر په خبره دوی وروسته له هغې سیمې ته ورسیدل، چې پاکستاني پوځيانو په ډیورنډ فرضې کرښې له پخواني اغزن تار څخه دې غاړې ته غوښتل چې اغزن تار وغځوي، خو طالب ځواکونو یې مخنیوی کړی او دوه کیلو مټره یې پاکستاني ځواکونه بیرته په شاه تمبولي دي.

نوموړی وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هیواد خاوره لاندې کړي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته اماده دي.

ډاکتر بشیر زیاته کړه: «کله چې مونږ خبر شو چې پاکستانیان د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له خپل اصلي ځای غواړي اغزن تار مخې ته وغځوي نو طالب ځواکونه سیمې ته ورسیدل او د پاکستانیانو د یاد کار مخه یې ونیوله او هغه  اغز تار یې ورڅخه دلته بیرته راوړه، مونږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره لاندې کړي مونږ به یې پر وړاندې مبارزه کوو او قربانۍ ته دې برخه کې اماده یو.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالب ځواکونو یاد اقدام ستایل شوی او د خواله رسنیو افغان کاروونکو له طالبانو غوښتي چې د پاکستان د هر ډول اقدام پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

طالبان داسې مهال پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د تحرکاتو مخنیوی کوي، چې له دې څو ورځې وړاندې د پاکستان بې پیلوټه الوتکې په کونړ کې د وسله والو پر یو مرکز هوایي برید کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه