اطلاعات روز: د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې سرګلولې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي اطلاعات روز ته وویل تېره ورځ (یکشنبه، ۲۸ د لېندۍ) د دې ولایت مارجې ولسوالۍ د «افتاب پل» په سیمه کې د راکیټ یوې زړې مرمۍ سرګلولې چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې یو ملکي تن وژل شوی او بل ملکي وګړی ټپي دی.
نوموړی وایي، ټپي کس د مارجې ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوی دی.
د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې هم د دې ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې د یوې سرګلولې په چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي ول.
دا لومړنۍ پېښې نه دي بلکې افغانستان کې د تېرو جګړو له پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنو ګڼ شمېر افغانان وژلي او یا یې ټپيان کړي دي.
که څه هم د ماین پاکۍ ټیمونو د دې چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هڅې کړي، خو لا هم د هېواد په ډېری سیمو کې دا توکي شته او د خلکو ژوند ګواښي.
