ننګرهار کې د مرمرو ۱۶ فابریکو خپل فعالیت درولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې شپاړلس تولیدي کارخونو چې زرګونه وګړي په کې په کار بوخت ول، خپل فعالیت درولی دی.

ننګرهار کې د مرمرو اتحادیې مرستیال عارف الله شیرزاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دې ولایت کې د مرمرو ۲۲ فابریکو فعالیت درلود، خو اوس یې یوازې شپږ فعاله دي او ۱۶ فابریکو خپل کارونه په ټپه درولي دي.

ښاغلی شیرزاد اندیښنه لري که حالات همداسې دوام وکړي نو د ساختماني پروژو د نه شتون له امله دا پاتې فابریکې هم له سقوط سره مخ کېدونکي دي.

نوموړی وایي، یادو فابریکو کې زرګونه خلکو ته د کارز زمینه برابره شوې وه، خو اوس یې د فعالیت په دریدو سره ټول ګاریګر بې روزګاره شوي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د مرمرو تحادې مرستیال عارف الله شیرزاد زیاته کړه: «په هیواد کې د وروستیو تحولاتو له امله دې ولایت کې د مرمرو ۱۶ فابریکو خپل فعالیت درولی او لامل یې هم د برق ستونزه او همدارنګه نورې ګڼې ستونزې دي، چې له امله یې یادې فابریکې دریدلي دي، له دې وړاندې ننګرهار کې د مرمرو ۲۲ فابریکو فعالیت درلود او په کې زرګونه خلکو کار کاوه خو اوس ټول بې روزګاره دي.»

د فابریکو ځینې مسولین بیا د ساختماني او بیارغونې کارونو نه شتون هغه لاملونه یادوي، چې له امله یې د فابریکو فعالیت ټکنی شوی او ځینې خو فعالیت په ټپه درولی دی.

عبدالرحمن د مرمرو د فابریکې یو مسول دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل،د تیر حکومت پرمهال ساختماني کارونه زیات ترسره کېدل چې د دوی کارونه هم ورسره په ښه ډول مخته تلل، خو له کله نه چې تېر حکومت سقوط کړی د دوی کارونه هم ورسره کمرنګه شوي دي.

عبدالرحمن د مرمرو فابریکې مسؤل:« هغه څه چې دلته تولیدیږي نو ضرور خبره ده چې باید په خپل ځای مصرف او یا ولګول شي، خو په دې وروستیو کې د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی، چې ډیر څوک زړه نه ښه کوي چې کور جوړ کړي او یا ساختماني کارونه ته مرمر یوسي او همدارنګه په حکومتي کچه هم د بیارغونې داسې کومه پروژه نشته چې مرمر په کې ولګول شي، نو ځکه خو فابریکو فعالیت درولی؛ نو تمه لرو که حالات شي، نو زمونږ کارو بار به هم ورسره وچلیږي .»

 هغه کسانو چې له دې وړاندې یې په یادو فابریکو کې کار کاوه اوس بې روزګاره شوي.

 دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د یادو فابریکو د فعالیت لپاره دې ورته زمینه برابره کړي، تر څو د دوی په شان بې روزګاره کسانو ته په کې د کار کولو موقع برابره شي.

له دغه کاریګرو یو هم الله محمد دی هغه وایي، پخوا یې په همدې فابریکو کې ډېرې افغانۍ لاسته راوړلې، خو اوس نرخونو ته په کتو دا پیسي هم ورته بسنه نه کوي.

الله محمد یو تن کاریګر:«مخکې به زمونږ په شان سلګونه کسانو دمرمرو په دې فابریکو کې کار کاوه او د ټولو خلک پرې ښه ګوزاره روانه وه، خو اوس چې یادې فابریکې بندې شوي نو هغه په کار لګیاه کسان ټول له مخې بې روزګاره شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي، له حکومت غواړو چې خلکو ته دکار زمینه برابره کړي او همدارنګه یادې فابرېکې دې بیرته فعاله کړي چې خلک کار وکړي.»

ننګرهار کې د مرمرو یادې فابریکې داسې مهال بندې شوي، چې په هیواد کې وروستیو بدلونونو سره له یوې خوا د خلکو بې روزګاري ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی او له بلې خوا د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې څو چنده لوړې شوي، چې دغه چارې ولسي خلک اندیښمن کړ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه