اطلاعات روز: په هیواد کې د اقتصادي ستونزو له ډېرېدو وروسته د خلکو ژوند په خورا ناوړه حالت کې قرار لري، که څه هم د ځینو نړیواله همکاره موسساتو له لوري په اړمنو کورنیو د خوراکي او نورو توکو د مرستو ویش پیل شوی، خو په لوګر ولایت کې بیا ډیری بېوزله کورنۍ شکایت کوي، چې کېدونکې مرستې دوی ته نه ورکول کیږي.
د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا د نړیوالو موسساتو، خیریه بنسټونو او ملي سودا ګرو له لوري د اړمنو کورنیو په نوم راغلې مرستې زیاتره د اړیکو او یا هم د طالبانو کورنیو ته وېشل شوې دي.
د پل عالم اوسېدونکی نور محمد چې د کورنۍ یواځنی سرپرست دی، له اطلاعات روز په خبرو کې وویل، چې ډېر ځله د خوراکي او نورو توکو مرستې وېشل شوې، خو دوی په کې نه دي خبر شوي.
نوموړي په دې اړه داسې وویل: «دلته څو ځله د شرکتونو له لوري د اوړو، غوړیو، بورې او نورو موادو مرستې په داسې خلکو وویشل شوې، چې هغوی هیڅ اقتصادي ستونزو سره نه دي مخ، د هغوی نومونو ډیری وخت د اړیکو په اساس لیکل کیږي، نو زمونږ غوښتنه دا دی، چې دغه مرستې باید په اړمنو کورنیو وویشل شي.»
د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی جمیل هم د ورته نیوکې په کولو سره د طالبانو له مسووله ادارو غوښتنه کوي، چې د نړیوالو موسساتو له لورې کېدونکې مرستې هغو کسانو ته ورکړل شي، چې هغوی په حقیقت کې له اقتصادي مشکلاتو سره مخ وي.
جمیل زیاتوي، چې د مرستو له ویش وړاندې د ځینو ادارو مسوول طالبان د خپلو کورنیو لېستونه مرسته کوونکو موسساتو ته استوي.
هغه وايي: «په محمد اغې ولسوالۍ کې څو ځله د نړیوالو موسساتو له لوري مرستې وویشل شوې، خو زه ډیری داسې کورنۍ پېژنم، چې واقعا هغوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په یادو مرستو کې به یې نومونه نه ځای کېدل او د دې ترڅنګ خپله ډیری طالبان د بېوزله کسانو پر ځای د خپلو کورنیو او یا خپلوانو نومونه په مرستو کې لیکي.»
په تېر نظام کې د یوې مدني ټولنې مشر چې ځان یې په مستعار نوم دادخان معرفي کاوه اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو د یوې ادارې مسوول د مرستو ویش لپاره یو تالار د خپلو لسو برخو په بدل کې اړونده ادارې ته ورکړی و، هغه زیاته کړه، چې دې ته ورته ډیری د طالبانو داسې کسان شته، چې په هرو ویشل کېدونکو مرستو کې د خپلو کورنیو زیات نومونه ورکوي.
دادخان وايي: «زمونږ په ولایت کې یوه داسې اداره شته، چې مسوول یې یوې موسسې ته د هغه تالار په بدل کې د خپلې کورنۍ لس غړي ورمعرفي کړي و، چې هلته په کې مرستې ویشل کېدې، نو هر ځل چې له بېوزله سره همکاري کیږي، زیاته برخه یې د طالبانو د کورنیو غړي په کې شامل وي.»
په همدې حال کې بیا د لوګر والي له یونیسیف موسسې سره په ځانګړې ناسته کې د نړیوالو موسساتو همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د خلکو اقتصادي ستونزو هواري لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
والي حاجي مالي خان حقاني په لوګر کې ټولو فعاله موسسو ته د فعالیت کولو لپاره د امنیت ډاډ ورکړ او له هغو موسساتو یې غوښتنه د بیرته فعالیت پیل غوښتنه وکړه، چې د نظام له سقوط وروسته یې کار ځنډولی دی.
والي وویل: «مونږ که دلته هره همکاره موسسه فعالیت کوي، په پوره توان به یې امنیت ساتو، دا زمونږ مسوولیت دی او د دوی همکاري له خلکو سره که هغه په مادي ډول وي یا معنوي، ډېره مهمه ده، نو فعاله موسسې دې همداسې له وېرې پرته فعالیت ته دوام ورکړي او پاتې هغه چې اوس فعالیت نه لري، هیله مو ترې دا دی، چې هغوی هم خپل فعالیت بیرته پیل کړي.»
لوګر چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو تود ډګر و، په هوايي بریدونو، د سړک غاړې ماین چاودنو او نورو جګړو له امله یې خلکو سخت زیان ولېده او ډیری کورنیو په تېرو جګړو کې سرپرتان له لاسه ورکړي دي، چې اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
