پاکستاني چارواکي: د تورخم-جلال‌اباد دویم لین سړک پاتې چارې بیا پیلوو

اطلاعات روز: د تورخم -جلال اباد دویم لین سړک چې له کلونو راهیسې یې چارې نیمګړې پاتي، یو ځل بیا یې د پاتې چارو بشپړېدو خبره شوې ده.

د دغه سړک د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنې په څو ځلي د تیر حکومت پر مهال پاکستان کړې وې، خو د ژمنو سره سره د دغه سړک پاتې چارې بشپړې نه شوې او تراوسه نیمګړې دي.

خو اوس تازه پاکستاني چارواکو په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو د ټولګوټو چارو وزارت له مسولینو سره کتلي او یو ځل بیا یې د تورخم _ جلال اباد دویم لین سړک د پاتې چارو د بشپړیدو لپاره ټټر وهلی دی.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت استازي حافظ محمد منور اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تورخم ـ جلال اباد د دویم لین سړک چارې چې د پاکستان هیواد له لوري په تېر کې څو ځله پیل او بیا د ځینو عواملو له امله دریدلې وې، ۸۵ سلنه کارونه یې بشپړ شوي، خو ځينې برخې یې بیرته تخریب شوي دي.

نوموړی وايي، دا ځل د پاکستان هیواد پلاوي ورسره په تورخم کې په ترسره شوې ناسته کې ژمنه کړې چې د دغه سړک پاتې چارې به بشپړوي او په همدې پار يې سروې هم پیل کړې ده.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت استازی حافظ محمد منور وایي: «د ټولګټو چارو وزارت په نماینده ګۍ مو په تورخم ښارګوټي کې د پاکستان د ټولګټو چارو وزارت له مسولینو سره د تورخم –جلال اباد دویم لین سرک د پاتې چارو په بشپړیدو خبرې وکړې او مقابل لوري ژمنه وکړه چې د یاد سرک پاتې چارې به بشپړوي او همدارنګه په دې موخه یې د سروې ټیم هم خپله سروې پیل کړې، په تیر کې هم د دې سرک پاتې چارې څو ځلې پیل شوې خو د ځینو ستونزو له امله وځنډیدې خو دا ځل پاکستاني لوري کلکه ژمنه کړې، چې د تورخم-جلال اباد دویم لین سرک پاتې چارې به بشپړوي.»

په همدې حال کې د پاکستاني پلاوي مشر وايي، د افغان حکومت د مسولینو په غوښتنه يې بیاځلې هوډ کړی چې د تورخم- جلال اباد د دویم لین سړک پاتې چارې به بشپړې کړي.

نوموړی وایي، ټاکل شوې، چې ډېر ژر به د «FWO» شرکت له لوري د ياد سړک پاتې چارې پیل شي.

نوموړي زیاته کړه: «پاکستان په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د تورخم-جلال اباد دویم لین سرک پاتې چارې بشپړې کړي او په دې برخه کې پاکستان حکومت ژمن دی، نو په همدې موخه مو د افغان حکومت له مسؤلینو سره په تورخم کې ناسته درلوده، چې دا سرک به جوړ شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس مولوي یار محمد بیا پاکستاني لورې ته د امنیت او نورو برخو کې د اړتیا وړ مرستې د ترسراوي ډاډ ورکوي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس یارمحمد زیاته کړه: «مونږ له پاکستاني چارواکو مننه کوو، چې د تورخم-جلال اباد دویم لین سرک پاتې چارې بشپړوي او په دې برخه کې همکاري کوي، نو تمه لرو چې دا چارې ژر پیل شي، نو مونږ ډاډ ورکوو چې افغان حکومت به یې امنیت هم ساتي او نورو برخو کې به هم تر خپلې وسې ورسره همکاري کوي، د دې سرک په جوړیدو سره ډیرې ستونزې حل شي.»

په ورته مهال موټر چلوونکي بیا د تورخم دویم لین سرک جوړیدو ته خوښ دي او زیاتوي چې د لومړی سړک د تنګوالي او په دې سرک د موټرو زیات تګ راتګ له کبله وخت ناوخت ترافیکي پېښې رامنځته کيږي چې د خلکو ژوند اخلي.

دوي زیاتوي د دویم لین سړک په جوړيدو سره به په دې لویه لار تر ډيره برید د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.

د يادونې وړ ده چې د تورخم –جلال اباد دویم لین سړک چې د پاکستان هیواد له لورې يې د جوړولو ټټر وهل شوي و، لومړی ځل يې چارې په ۲۰۰۷ عیسوي کال کې پیل شوي ، چې د يوه اندازه کار وروسته يې د بیلابیلو لاملونو له کبله په ټپه ودریدې، بیا يې په تیر جمهوري نظام کې څو ځل پاکستاني مسولینو د جوړیدو ژمنې وکړې، خو چارې يې بشپړي نه شوي.

دا چې دا ځل به پاکستاني مسولین تر کومه بریده په خپله ژمنه ودریږي، دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به يې ځواب کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه