اطلاعات روز: ارزګان کې د نظامي لیکو د چاڼ کمېسیون د خپلې دندې د پيل پر مهال ژمنه وکړه، چې ناپاک او مفسد کسان به له لیکو باسي او د یو پاک او منلي پوځ لپاره به هڅې رواني ساتي.
دې کمېسیون ارزګان کې رسمآ خپلې چاري پېل کړې چې د ملي امنیت ریاست په مشرۍ به د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي به هم په کې برخه لري.
د دې کمېسیون مشر او ارزګان کې د استخباراتو د ادارې مسوول سالم اخندزاده وویل، د کمېسیون د جوړېدو څخه موخه د هغو کسانو په نښه کېدل او له لیکو ایستل دي، چي د ملي شتمنیو د زیان په ګډون یې داسې فعالیتونه ترسره کړي وي چي د طالبانو د اصولو خلاف او د عامو ولسونو د زیان سبب کیږي.
هغه وویل، هغه کسان چې د نظامي موقف او طالبانو د نوم څخه د خلکو په زورونه، بیت المال په لوټېدو او د طالبانو د اصولو خلاف کړنې یې ترسره کړي وي، هغوی به له لیکو ایستل کیږي.
نوموړي وویل، د هر کس د ایستلو پر مهال به د هغه په اړه کره شواهد چې د نوموړي د ګوښه کېدو لامل شوي وي، هغه او نظامي مسوول ته به ښودل کیږي.
اخندزاده وایي، که چیرې بیاځلي همدا ګوښه شوي کسان نظامي لیکو ته داخل شي، نو نه یوازې به شخص ته سزا ورکول کیږي، بلکې کوم مسوول چې نوموړی په دندې ګماري هغه به هم له دندې لرې کیږي.
ارزګان کې د لیکو د چاڼ کمېسیون یو بل تن برخوال او دغه ولایت کې د امر بالمعروف ادارې مسوول مولوي خادم د دې کمېسیون فعالیت د پاک نظام رامنځته کېدو برخه کي خورا مهم وګاڼه.
هغه وویل، داسې اشخاص چې د اصولو خلاف کړنې ترسره کوي، هیڅکله صادق او د باور وړ نه دي.
هغه له دیني عالمانو، مخورو او عامو ولسونو غوښتنه وکړه، چي دې برخه کي د کمېسیون سره همکاري وکړي او هغه کسان د شواهدو سره ورته په نښه کړي، چي د کمېسیون د اصولو له مخي باید د نظامي لیکو څخه وشړل شي.
هغه وویل، ایستل شوي کسان بیا هیڅکله د دې اجازه نه لري چې بیاځلي صفوفو ته داخل شي او هیڅوک حق نه لري چي د دې کسانو په پلوي کار وکړي.
د لیکو د چاڼ کمېیسیون چې څو میاشتې وړاندې مرکز کابل کې په کار پیل وکړ، اوس یې چارې ولایتونو ته هم غځول شوي دي.
