اطلاعات روز: لغمان ولایت کې یوې ښځې او خاوند حج ته د تګ په پیسو خوراکي توکي اخیستي او پر اړمنو یې ویشلي دي.
د لغمان یو اوسیدونکي بختیار اشنا نن (دوشنبه، ۲۲ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دې ښځې او خاوند په یاد ولایت کې دغه خوراکي توکي پر لسګونه بې وزله کورنیو ویشلي دي.
د یادو کسانو کار په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو ستایلی.
د فیسبوک کارنو په سرمایداره خلکو غږ کړی چې اوسني وخت کې له اړمنو کورنیو خپلې مرستې و نه سپموي او د دوی لاسنیوی دې وکړي.
اخوا نورستان کې هم د المواسات خیریه بنسټ له لوري له سلګونه بیوزله کورنیو سره د اړینو توکو مرسته ترسره شوه.
د یاد بنسټ مسولین وایي، نن یې د نورستان په کامدیش او نورو مختلفو سیمو کې له ۲۴۵ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته ترسره کړه.
د المواسات خیریه بنسټ مسولینو ویلي، خپلو مرستو ته به دوام ورکوي او هڅه کوي د مرستو لړۍ د هیواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
مرسته شوې کورنۍ هم خوښې دي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې یې د دوی لاسنیوی شوی او پر نورو خیریه بنسټونو هم غږ کوي چې خپلې مرستې دې له اړمنو خلکو نه سپموي.
افغانستان سږ کال د وچکالۍ او نورو ناخوالو له امله له سخت حالت سره مخ دی. افغانان له بل هر وخته بشري مرستو ته اړ شوي او نړیوالو مرستندویه ادارو هم افغانستان کې د یو احتمالي لوی بشري ناورین خبرداری ورکړی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وکړي.
