خلک: پکتيا کې دې د برښنايي پېژندپاڼو بشپړ بهير وېش ژر پيل شي

اطلاعات روز: د پکتيا اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې د برښنايي پېژندپاڼو بهير پيل شوی، خو يوازې هغو کسانو ته پېژندپاڼې ورکول کېږي، چې پخوا يې بايومټريک ترسره کړی وي.

د پېژندپاڼو بهير ملي پروسه ده او له طالبانو غواړي، چې همدې بهير ته لومړيتوب ورکړي. د دوی په وینا په دې سره به نه يوازې د نفوسو شمېر دقيق شي، بلکې د دولتي خدمتونو په وړاندې کولو کې به هم شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی زیارت خان اطلاعات روز ته وويل، چې دوی څو ځله د برښنايي پېژندپاڼو د ثبت نام لپاره اړونده مرکز ته راغلي، خو د پيل په اړه يې هيڅ مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه وويل: «مونږ خپله دا ډېره ښه ګڼو چې برښنايي تذکرې واخلو، ځکه دا د حکومت لپاره هم مهم ګام دی او بل دا ملي پروسه دی، نو په وړاندې يې بايد هيڅ خنډونه رامنځته نه شي.»

د ګردېز يو بل تن محمد صادق احمد هم له نور ځنډ پرته د يادو پاڼو د ژر ويش غوښتونکی دی،هغه وايي د پېژندپاڼو په اخیستو سره به په ادارو کې شته ستونزې له منځه لاړه شي او تر ډېره به د جنايي پېښو مخنیوی شوی وي.

 صادق احمد وويل: «د هرې ملي پروسې په وړاندې بايد خنډونه له منځه لاړ شي، نو د تذکرو ويش هم اړين دی، طالبان به له دې لارې دوه ګټې وکړي، يو به د فساد مخه ونيول شي او بل به په ادارو کې شته ستونزې هوارې شي.»

اوسمهال پکتیا کې یوازې هغوی ته چې پخوا یې بایومټریک شوی، پېژندپاڼې ورکول کېږي، خو خلک غوښتنه کوي چې بشپړ بهیر دې یې پیل شي.

په همدې حال کې بيا په پکتيا ولايت کې د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې مسوولين وايي، د بريښنايي پيژند پاڼو چارې پيل شوې، خو يوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې پخوا يې نوم ليکنه او بايومټريک ترسره کړی وي، د مسؤولینو په خبره د مرکزي ادارې له امر سره سم به د نورو خلکو په مخ هم دروازې پرانيستل شي.

په دې اړه د دې ولايت د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې مشر سيدا جان بسمل اطلاعات روز ته وويل: «هيڅ ستونزه مونږ د برښنايي پېژندپانو د ويش په مخ کې نه لرو، خو منتظر دې ته يو چې له مرکزه مونږ ته هدايت وشي او بل دلته هغو کسانو چې پخوا يې بايومټريک کړی و، هماغه کسانو ته خپلې پېژندپاڼې ورکول کيږي.»

په تېر نظام کې شاوخوا شپږ ميليونه افغانانو  بريښنايي پېژندپاڼې اخيستې وې، خو د طالبانو له راتګ وروسته بيا دا بهير وځنډېده، طالبانو ويلي، چې په ځينو ولایتونو کې يې ياده پروسه بيرته پيل کړې او پاتې نورو کې به هم ډېر ژر ويش پيل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه