اطلاعات روز: د هلمند د چاپیریال ساتنې رییس محمد ظاهرشاه صفاري وایي، دنده یې پای ته رسېدلې او د دغه ریاست چارې یې د هلمند د والي په غوښتنه مولوي حسینالله اغا ته سپارلي دي.
هغه وایي د ماليزیا هېواد څخه یې د کرنې په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي او د ازاد رقابت له لارې د یاد ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست ته راغلی او لس نړیوالې تحقیقي مقالې یې نشر شوي خو اوس یې دنده یو داسې چا ته سپارل شوي چې په دیني برخه کې یې زده کړې کړې دي.
هغه د خپلې دندې په اړه لیکلي دي: «زه چې د مالیزیا هېواد څخه د کرنې په برخه کې ماسټري لرم او لس نړیوالې تحقیقي مقالې مې نشر سوي دي، یو کال وړاندې د ازاد رقابت له لارې د هلمند د چاپیریال ساتنې ریاست رییس ټاکل سوی وم. د هلمند د محترم والي صاحب د هدایت په اساس مې د ریاست چارې ښاغلي مولوي حسین الله اغا ته چې په منځنۍ سطحه دیني زده کړې لري، وسپارلې.»
هغه خپله دغه لیکنه پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې چې پراخ غبرګونه یې پارولي دي او پر طالبانو یې سختې نیوکې کړي دي چې د مسلکي کسانو پر ځای نامسلکي کسان په دندو ګماري.
