اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دوی وسلهوالو د هغې لرغونې تورې د قاچاقکېدو مخنيوی کړی، چې تاریخي قدامت یې تر سلو کلونو اوړي.
دغه توره چې نن (پنجشنبه، د لېندۍ ۱۸مه) ونیول شوه، د طالبانو امنيه قوماندانۍ په رسمي ډول د دې ولایت اطلاعات او فرهنګ ریاست ته وسپارله، تر څو دغلته خوندي وساتل شي.
د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین له ولسي وګړو غوښتنه کوي، چي د تاريخي اثارو په ساتنه او د قاچاق کېدو په مخنيوي کي یې بشپړه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د تاریخي اثارو د قاچاق خبر ورکول شوې و.
