خطاطان او رسامان: د حکومت نه پاملرنې له امله به د دې هنر ټغر ټول شي

خبریال: جان‌اغا صالح

ننګرهار کې خطاطان او رسامان وایي، د چارواکو د نه پاملرنې له امله یې هنر ورځ تر بلې کمرنګه کېږي.

په ننګرهار کې خطاطان او رسامان شکایت کوي چې د دوی هنر ته د چارواکو نه پاملرنې دا هنر کم رنګه کړی او د دې حالت د دوام له امله ښایي ټغر یې ورټول شي.

عزت الله هم په جلال اباد ښار کې له کلونو راهیسې د خپل هنر خواږه د خطاطۍ او رسامۍ له لارې پر خلکو وېشي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له کلونو راهیسې د رسامۍ او خطاطۍ په برخه کې د خپل ولس بچي روزي او هڅه کوي چې دا هنر ژوندی وساتي.

نوموړی وایي، په نقاشۍ او خطاطۍ کې سلګونه تابلوګانې لري، چې په هره یوه یې تر زرو افغانۍ لګښت راغلی، خو نوموړی ګیله من دی چې هیچا یې لاسنیوی نه دی کړی.

خطاط او رسام عزت الله زیاته کړه: «زما کلونه کیږي چې جلال اباد ښار کې د خطاطۍ او رسامۍ په برخه کې کار کوم په دې برخه کې مې زیات زده کوونکي روزلي هم دي او هم سلګونه تابلوګانې جوړې کړي دي، خو تراوسه ما سره د دې هنر ژوندي ساتلو په برخه کې چا هیڅ ډول همکاري نه ده کړې او زه په خپله په دې هڅه کې یم چې دا هنر ورکیدو ته پری نه ږدم نو د دې لپاره مې زده کوونکي هم روزلي او لا کار کوم.»

افغان خطاطان او رسامان خبرداری ورکوي چې که پاملرنه ورته و نه شي، دا هنرونه به له منځه لاړ شي.

نوموړی د دې ترڅنګ په خپلو لاسونو د کښلو انځورونو او لیکنو له منځه تلو ته اندېښمن دی. هغه وایي د ځای د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله یې ډېری په لاس کښلې تابلوګانې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د عزت الله په خبره د یادو ستونزو له امله یې یو شمېر هنري اثار سوځولي او یا یې په خپلو خپلوانو په وړیا ډول ویشلي دي.

خطاط او رسام عزت الله زیاته کړه: «که چیرې حکومت د خطاطۍ او رسامۍ هنرته پام ونه کړي نو ویره شته چې دا هنر به ورک شي او هم به یې مینوال کم شي، نو له مسولینو غوښتنه کوم چې د دې هنر د ژوندي ساتلو لپاره دې نندارتونونه جوړ کړي او یا دې یو مشخص ځای ځانګړی کړي څو خلک له دې هنر سره بلد شي او هم له دې لارې به وکولای شو چې دا هنر لاپسې ژوندی پاتې شي.»

د عزت الله په خبره د یادو ستونزو له امله یې یو شمېر هنري اثار سوځولي او یا یې په خپلو خپلوانو په وړیا ډول ویشلي دي.

عزت الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، که حکومت او نورې اړونده ادارې د خطاطۍ او رسامۍ هنر ژوندي ساتلو ته پام ونه کړي، نو ویره شته چې د دې هنر ټغر به ور ټول شي.

هغه له مسوولینو غواړي چې د دې برخې هنرمندانو لپاره دې په ښارکې د نندارې ځای ځانګړی کړي، څو خلک د دوی له هنر او کمال سره اشنا شي.

خطاط او رسام عزت الله زیاتوي: «د حکومت پاملرنه دې هنر ته ډیره مهمه ده که چیرې ورته پام و نه شي نو ستونزې لاپسې زیاتولی شي او مونږ هم په ځلونو خپلې ستونزې له مسولینو سره شریکې کړي دي خو تراوسه داسې کوم اقدام نه دی شوی چې زمونږ لپاره دې قناعت کوونکی وي، تمه لرو چې شته حکومت به د خطاطۍ او رسامۍ هنر ته پام وکړي او شته ستونزې به یې حل کړي.»

په ورته وخت کې د د هنر مینه وال هم له حکومت غوښتنه کوي، چې د خطاطۍ او رسامي د هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي.

ننګرهار میشتی خطاط عزت‌الله وایي، د دې هنر ساتلو لپاره نور روزي.

محمد فهیم یو له همدې مینوالو څخه دی نوموړی چې تازه یې د یاد هنر زده کړې ته مخه کړې ده.

هغه اطلاعات رزو ورځپانې ته وویل: «زه د خطاطۍ او رسامۍ له هنر سره بې کچې مینه لرم او دا هنر مې ډیر خوښیږي ځکه هغه څه چې په ټولنه کې موجود دي، رسما کولای شي د ګوتو په هنر په انځوریز ډول ټولنې او نورو خلکو ته وړاندې کړي، نو دا هنر ډیر مهم دی او غوښتنه کوو چې د دې هنر د ژوندي ساتلو لپاره باید کار وشي او په دې برخه کې نور ښوونیز مرکزونه هم جوړ شي.»

هڅه مو وکړه په ننګرهار کې د خطاطۍ او رسامۍ د هنر په برخه کې شته ستونزې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره شریکې کړو، له بیا بیا هڅو سره سره د نظر په اخیستلو بریالي نه شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه