اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې وچکالۍ ډېر شمېر شنه باغونه له منځه وړي او سخت زیان یې اړولی دی.
د دغه رياست د اطلاعاتو امر قدرتالله حميدي نن (پنجشنبه د ليندۍ ۱۸مه) اطلاعات روز سره د يوې مرکې پرمهال وويل چې تېر ژمی د اورښتونو نشت او ګرم اوړي په ارزګان کې د اوبو کچه کمه کړه چې ورسره باغونه له منځه ولاړه او په ټول هېواد کې وچکالي خپره شوه.
ښاغلی حمیدی خبرداری ورکوي که پاملرنه و نه شي شته وچکالي به د کروندګرو لپاره سختې بدې پایلې ولري.
حميدي وايي دوی هڅې پیل کړي دي ترڅو له نړيوالو مرستندويه ارګانونو سره وغږيږي او هغوی وهڅوي چې د باغونو د له منځه تلو د مخنېوي په برخه کې بزګرانو سره مرستې وکړي.
دی وايي: «په هغه سيمه کې چې دښتي سیمې وي، هلته وچکالي رامنځته شوې ده، باغونه سخت ځپل شوي دي. دغه باغونه اوس پريکيږي او د بوټو په ډول په ښار کې پلورل کيږي، زموږ لويه ستونزه دغه ده چې وچکالي راغلې ده، موږ به د دغه باغونو د جوړيدو لپار بیا هڅې پیل کړو او چيک ډیمونه به جوړ کړو. موږ غوښتنه کوو د موسیساتو څخه چې ژر تر ژره د اوبو پیداکيدو په برخه کې او بندونو جوړيدو په برخه کې زموږ سره مرسته وکړي.»

په ورته مهال هغه کروندګر چې باغونه يې د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي، وايي په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د باغونو ترڅنګ د میوو حاصلاتو هم د وچکالۍ له امله زيان ليدلی دی.
دغه خلک وايي وچکالۍ د ارزګان د کرنې برخې ته سخت زيان رسولی دی او که دغه ډول دوام وکړي راتلونکي کلونه به د ټولو افغانانو په اقتصادي زيان تمام شي.
دوی د کرنې په برخه کې له دولت او نړيوالو مرستندويه ارګانونو څخه د مرستو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د اوبو پیداکيدو په برخه کې باید چيک ډیمونه جوړ کړي.
په اړه يې يو تن کروندګر غلام فاروق وويل: «په تيرو کلونو کې به موږ د خپلو باغونو څخه زيات حاصلات اخيستل خو کله چې په دې ورستيو کلونو کې په هېواد کې وچکالي راغلله زموږ باغونه وچ شول هرڅه ختمه شول دغه اوس هم پاتې باغونه د وچيدو له خطر سره مخ دي زموږ لپاره باید چيک ډیمونه جوړ شي او ترڅنګ يې نوي باغونه د کرنې رياست راته جوړ کړي.»

په همدې مهال د ترينکوټ ښار د وچو ميوو په مارکيټ کې يو تجار جانان اطلاعات روز ته وويل، سږ کال د وچو ميوو کچه هم د نورو کلونو په پرتله کمه وه.
جانان وايي د وچوو ميوو د کميدو لامل وچکالي وه چې د ډيرو دهقانانو باغونه له منځه تللي دي او د وچوو ميوو حاصلات يې نه درلوده.
نوموړي زیاته کړه: «په تيرو کلونو کې به ډيره وچه ميوه او نور حاصلات راتلل خو اوس چې وچکالي زياته شوې ده دغه محصولات بیخي کم شوي دي، ټول بازارونه ساړه دي.»
په ارزګان کې داسې مهال له وچکالۍ اندېښنه راپورته شوې ده چې د ليندۍ پر۱۱مه نېټه د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون خبرداری ورکوي چې سږکال افغانستان د وچکالۍ له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
د دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې راغلي، چې همدا اوس څه ناڅه ۲۲ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخ دي، ځکه وچکالي ۸۰ سلنه کرنېزې ځمکې اغېزمنې کړي او خلک یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړي دي.
