اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې د نامسووله وسلهوال او د مشهور «غل» د نیول کېدو خبر ورکوي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي نن (پنجشنبه، د لیندۍ ۱۸مه) اطلاعات روز ته وویل، د طالبانو د ځانګړو ځواکونو له خوا تیره ورځ د دې ولایت د باغران ولسوالۍ قره باغ سیمه کې د ګل زمان په نوم یو تن مشهور غل او زورواکی دوو زامنو سره یوځای نیول شوی دی.
هلمندی وایي، دغه کس په سیمه کې په غلاوو او نور شکونو تورن دی چې د خلکو امنیت ته یې ستونزې جوړولې او خلک یې ناارامه کړي ول.
د حافظ رشید په قول په یادو عملیاتو کې یو میل کلاشنکوف او یوه اندازه مهمات هم د دوی ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
هغه وایي نیول شوي کسان یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي دي.
