اسحاق حقاني: د دیني او عصري زده‌کړو لپاره به په کوردننه زمینه برابره کړو

اطلاعات روز: په مرکز ګردېز کې د جلال الدین حقاني په نوم د یوې مدرسې د جوړېدو په مراسمو کې د حقاني د کورنۍ مخکښ غړي اسحاق حقاني وویل، دوی هڅه کوي د دیني زده کړو په موخه هغو ځوانانو ته په کور دننه د زده کړو زمینه برابره کړي، چې اوس مهال پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته روان وي. 

هغه داسې وويل: «زمونږ پلان همدا دی، چې په ټولو ولايتونو کې ديني مدرسې جوړې کړو، نن مو دا اقدام په پکتيا کې وکړ، انشالله چې په لوګر کې به هم دا ډول يوه لويه مدرسه جوړو، تر هغو به هڅې کوو، چې ټول هيواد کې ځوانان په عصري او ديني زده کړو سمبال شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو له خوا په جوړېدونکو مدرسو کې به د دیني زده کړو سربېره زده کوونکو ته عصري زده کړې هم ورکول کیږي. 

محمد اسحاق حقاني وايي: «هغه پلان چې مونږ يې د مدرسو جوړولو لپاره لرو، تر څنګ دا هم ورسره کلک هوډ لرو، چې په همدې ديني مرکزونو کې به عصري زده کړې لکه کمپيوټر، انګليسي او نور مضامين تدريسيږي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي هم په هیواد کې دننه د دیني زده کړو لپاره د مرکزونو جوړېدل اړین بولي او وايي، په کار نه ده چې افغان ځوانان دې ګاونډیو او نورو هیوادونو ته ولېږل شي.

په دې اړه قومي مشر محمد نواز لالي وويل: «کله چې په هيواد کې دننه د ديني زده کړو زمينه مساعده شي، نو هم به مو ځوانان په خپل هيواد کې په زده کړو بوخت شي او هم به د ګاونډيو له احتیاج خلاص شو، نو له خلکو هم دا غواړو، چې خپل بچي پاکستان او نورو ګاونډيو ته د تګ پر ځای دلته ورته د زده کړو زمينه برابره کړي.»

دوی غوښتنه کوي، چې حکومت دې د مدرسو ترڅنګ هغه ځوان قشر ته د عصري زده کړو زمینه هم برابره کړي، کوم چې اوس مهال په لرې پرتو سیمو کې ورته لاسرسی نه لري. 

محمد مصدق مقصد وايي: «زمونږ له طالبانو دا غوښتنه ده، چې په تیرو شلو کلونو کې د لرې پرتو ولسواليو او سيمو ګڼ ځوانان له عصري زده کړو بې برخې پاتې شوي، نو د ديني زده کړو ترڅنګ ډېره اړينه ده، چې هغوی ته د عصري زده کړو لپاره هم مرکزونه جوړ شي.»

د جلال الدین حقاني په نوم دغه مدرسه د ګردېز ښار اړوند په څلور جریبه ځمکه باندې جوړیږي، چې د ګڼو درسي خونو ترڅنګ به جومات او د یتیمانو د روزنې لپاره هم ځانګړی ځای ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه