اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو حاکم کیدو سره د نورو ولایتونو ترڅنګ زابل کې هم د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ درول شوې وه خو تېره ورځ زابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي په بایومتریک کولو سره دا لړۍ بیا پیل شوه.
د زابل د احصایې او معلوماتو ریاست رییس حمیدالله منصف اطلاعات روز ته وویل، زابل په ټول افغانستان کي دویم ولایت شو چي د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ په کې پیل شوه.
دی وایي د الکترونیکي تذکرو د ویش د بیا پیل کیدو علت یې د دې ریاست د ټولو تخنیکي وسایلو حفاظت او ساتنه وه.
نوموړی زیاتوي په دې سره به د زیات شمیر ناروغانو او هغو هېوادوالو ستونزي حل شي چي پاسپورټ ته انتظار دي او یا بهر ته سفرونه لري. منصف وویل، تر اوسه لا د ښځینه کارکوونکو څانګه نه ده فعاله شوې تر څو ښځینه وو ته تذکرې وویشي او په دې اړه د طالبانو هدایت ته سترګې په لاره دي.
د زابل اوسیدونکي هم د طالبانو د دغې کړنې هرکلی کوي.
د زابل اوسیدونکي وایي ډیر شمیر خلک هیله لري چې د کاغذي تذکرو پر ځای الکترونیکي تذکرې واخلي.
یو اوسیدونکي عبدالولي له مسولینو غوښتنه وکړه چې د تذکرو د پیل پروسه چټکه کړي او ټولې تخنیکي ستونزې حل کړي.
پر افغانستان د طالبانو حاکمېدو وروسته د یوې تذکرې مصارف له ۱۰۰ افغانیو څخه ۳۰۰ افغانیو ته لوړ شول.
