د ننګرهار اوسېدونکو ادعا: مخابراتي شبکې مو کرېډېټ پټوي

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې مخابراتي شبکې ترې کرېډېټ پټوي.

د ننګرهار اوسېدونکي شکايت کوي، چې له څه مودې راهيسې يو ځل بيا د دغه ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې زياتې شوې او د اړيکو نيولو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.

دوی کمزوری انټرنیټي پوښـښ بله لويه ستونزه بولي او پر ځينو مخابراتي شبکو تور لګوي چې په خبره يې د دوی کریډیټ پټوي.

د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ یو اوسیدونکي اکرام الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ډير کله د مخابراتي شبکو د کمزوري فعالیت له امله له خپلو خپلوانو سره د اړيکو نیولو پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

اکرام الله زیاته کړه: «ننګرهار په ښار او ولسوالیو کې مخابراتي شبکو کیفت ډیر خراب دی ځکه له ډیرو ستونزو سره مخ یو او ډیر کله چې له خپلوانو سره اړیکه نیسو نو له کړاو سره مخ کیږي او هیڅ د خبرو کیفیت جوړ نه وي، کله چې له نورو خلکو سره اړیکه نیسو نو لوړ ځای ته پورته کیږو او دا ستونزه زیاتره په لیرې پرتو ولسوالیو کې ده او ډیر کله زمونږ کریډیت د ځینو مخابراتي شبکو له لوري په یوه او بل نوم وهل کیږي.»

ولسي خلک د انټرنېټ د کمزوري پوښـښ ستونزه جدي بولي او نيوکه کوي، چې ګواکې مخابراتي شبکې د لوړ کیفیت انټرنیت اعلانات خپروي، خو په خبره یې چې د انټرنیټ واقعي کیفیت یې کم دي.

د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکي شاه محمد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شبکو غوښتنه وکړه، چې په ننګرهار کې دې د مخابراتي شبکو کميت او کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.

شاه محمد زیاته کړه: «کوم اعلانات چې دغه مخابراتي شبکې خپروي په دومره اندازه دوی ولسي خلکو ته نه د انټرنیټ او نه نورو برخو کې خدمات نه لري او دا په لوی لاس له خلکو سره زیاتی دی، زمونږ غوښتنه د مخابراتو اومعالوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه دا ده چې ننګرهار کې دې په جدي ډول د مخابراتي شبکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزو ته دې په جدي ډول کار وکړي.»

په همدې حال کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وازرت د ننګرهار په ځینو برخو کې د مخابراتي شبکو د تت فعالیت ستونزه مني او په دې برخه کې د یوې ځانګړې طرحې یادونه کوي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته د خلکو د هغې ادعا په اړه چې ګواکې کرېډېټ یې غلا کېږي، وویل چې په دې اړه به له مخابراتي شبکو سره وغږېږي او تر پلټنې لاندې به یې ونیسي.

نوموړي دغه راز وویل، چې د ننګرهار په هغه ولسوالیو کې چې مخابراتي شبکو فعالیت درولی د یادو شبکو له مسولینو سره یې د حل په برخه کې خبرې کړي او هڅې پیل کړي چې بیا یې فعاله کړي.

عنایت الله الکوزي زیاته کړه: «د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزات د طالبانو د حکومت په راتګ سره د هیواد په مختلفو برخو کې د مخابراتي شبکو د چټک فعالیت لپاره هڅې کړي، د تیر جګړو پرمهال د ننګرهار او نورو ولایتونو مختلفو برخو کې دغه فعالیت ټکنی شوی و، خو اوس مخابراتو وزارت ژمن دی چې دغه ستونزه به حل کیږي او د ننګرهار په ګډون ټولو ولایتونو کې دې برخې ته کار کیږي او په دې برخه کې مو د ځینو مخابراتي شبکو له مسولنیو سره هم خبرې کړي او هغوی ډاډ راکړی چې شته ستونزې به حل کیږي.»

د مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ وزارت د مالوماتو له مخې د هیواد شاوخوا ۹۰ سلنه وګړي له مخابراتي اسانتیاوو برخمن دي، خو دغو ستونزو ته په کتو څرګندېږي چې تر دې مهاله هم خلک د مخابراتي شبکو د کم رنګه فعالیت له امله له ستونزو کړیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه