ارزګان کې خوارځواکي ورځ تربلې د زياتېدو په حال کې ده

اطلاعات روز: په ارزګان کې یوه جګپوړي صحي چارواکي‌ ويلي دي چې په دغه ولايت کې د ماشومانو خوارځواکي ورځ په ورځ زیاتیږي.

په ارزګان کې د ولايتي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخي نن (سه‌شنبه، ۱۶ د لېندۍ) اطلاعات روز ته  وويل چې په دغه ولايت کې د تيرو وختونو په پرتله شل فيصده خوارځواکي زياته شوې ده او ورځ تر بلې دغه شمير د زياتيدو په حال کې دی.

د ښاغلي توخي په وینا، پخوا به نړیوال بانک ماشومانو ته صحي خدمات برابرول خو په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د نړیوال بانک مالي تمویل دریدلی دی.

هغه وایي: «د تيرو وختونو په پرتله اوس د خوارځواکۍ شمير بي حده زيات شوی دی، لامل يې فقر او غربت دی تر مرکز ترينکوټ ډير زيات په خوارځواکۍ اخته کسان په ولسواليو کې دی که داسې ووايو چې له کومه وخته چې پر افغانستان «اسلامي امارت» واک ته رسيدلیی دی، شل فيصده خوارځواکي زياته شوې ده. اوس هم ويره شته چې دلته د خلکو سره بشرې مرستې زياتې نه شي په ماشومانو کې خوارځواکي به ډير لوړه شي ځکه موږ مخکي په خوارځواکۍ د اخته دومره ماشومانو اټکل نه کولی اوس هم ويره شته چې دومره به خوارځواکي لوړه شي چې اوس يې موږ فکر نه شوو کولی.»

په ورته مهال هغه ميرمنې چې روغتون ته يې په خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړي دي وايي د منظمو خوراکي موادو نشت د دې لامل شوی چې ماشومان يې د خوارځواکۍ سره مخ شي.

دغه کورنۍ وايي تراوسه دولت ورته په هيڅ برخه کې پاملرنه نه ده کړې او هيڅ مرسته ورسره نه کيږي.

ګل څانګه چې خپل په خوارځواکۍ يو اخته ماشوم يې روغتون ته راوړی دی، اطلاعات روز ته يې وويل: «موږ ته هيڅ شی نه رسيږي ماشوم مې سخته وږي دی هيڅ خوراکي توکی نسته دغه ماشوم ته وګورئ که يې اړتيا نه ورته درلوده ما ووژنۍ که موږ ته پام نه شي زموږ ماشومان له لوږي مړه شي موږ د سهار او ماښام ډوډۍ نه لرو د لوږي له لاس اوس يوازې ژاړي، دغه يې ۷ مياشت ده چې زموږ ماشوم وږی دی هيڅ شي نسته چې ور يې کړو.»

په ورته مهال په ترينکوټ کې د خوارځواکۍ د برخې يوه مسوله فاطمه وایي، په دغه ولايت کې د خوارځواکۍ شمير زيات شوی دی او زياتوي چې امکانات يې د پخوا په پرتله کم دي خو په خوارځواکۍ زيات ماشومان اخته دي.

دغه ميرمن وايي د پخوا په پرتله د ماشومانو د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره نړيوالې مرستې ترسره کيدلې اوس مهال يادې مرستې نشته چې له امله يې دوی له امکاناتو څخه هم بې برخې دي.

فاطمه وايي: «دلته د پخوا په پرتله په خوارځواکۍ زيات ماشومان اخته دي، زموږ امکانات هم ډير کم دی خو موږ خپله هڅه کوو چې ټول ته مواد ورسيږي دلته په تيرو وختونو کې به مرستې کيدلي او هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ به اخته هغو ته به پام کيدلی خو اوس دومره پام ورته نه کيږي»

د مالي مرستو نشتون او زیاتیدونکی فقر د دې لامل شوی چې د افغانستان د روغتیا برخه زیان وویني.

په دې وروستیو کې د نړۍ خوراکي پروګرام خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې سخته لوږه مخ په زیاتیدو ده او کورنۍ د خپلو ماشومانو د تغذیې لپاره مشکلات لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان له انساني کړکیچ سره مخ دی او تر ۲۰۲۲ کال پوري به په افغانستان کې ۹۷ سلنه خلک، د خپلې بقا د دوام لپاره بشري مرستو ته ضرورت ولري.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کموالي تر څنګ، وچکالۍ هم د یاد هیواد بشري ناورین زیات کړی دی، هغه وچکالي چې د ملګرو ملتونو په وینا، په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان د ډیرو خلکو د لوږي لامل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه