خوست کې د غلا او نشه یي توکو د پلور په تور «۲۴» کسان نیول شوي

اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، له تیرو څو ورځو راهیسې یې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د غلا او نشه یي توکو د پلور په تور ۲۴ کسان نیولي، ورسره یوه اندازه نشه یي مواد هم د نظامي کسانو لاسته ورغلي دي.

خوست کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير صابر صابري وويل، چې په نيول شويو کسانو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د کاروبار او ۱۴ نور يې هغه مشهور غله هم شامل دي، چې انسان تښتونې او نورو جرمونو کې يې لاس درلود.

نوموړي وويل: «کوم کسان چې تاسو دلته وینئ پدې کې ۱۴ کسان مشهور غله دي او پاتې نور ۹ تنه یې د نشه يي توکو خرڅوونکي دي، دوی ټولو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی، دا زموږ د ځيرکو مجاهدینو له لوري نیول شوي دي، موږ ولس ته ډآډ ورکوو چې د نشه یي موادو پروړاندې مو کلکه مبارزه شروع کړې ده.»

په همدې حال کې بيا د خوست امنیه قومندان محبوب شاه قانت خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هغو اشخاصو په وړاندې به جدي مبارزه کوي، چې سيمه کې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي.

نوموړي وويل: «د تورو ښیښو موټر بغیر له مسولو او دولتي خلکو څخه، نور که له هرچا سره ګیر شول، بیا د شکایت حق نلري، موږ ورته را روانه چهارشنبه ټاکلې چې له هغې وروسته که څوک ونیول شول، د جرم سزا به خامخا ویني، په غیر قانوني ډول د وسلو ګرځول هم منع دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په خوست ولايت کې د نشه يي توکو د پير او پلور او همدارنګه د جنايي پېښو کچې لوړېدو باندې خلکو اندېښنه څرګنده کړې وه او له مسوولو امنيتي ادارو يې د مخنيوي غوښتنه کوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه