خوست کې په لومړي ځل د کرکټ بېټونو د توليد کارخونه جوړه شوې

د سوېل ختيځ زون په خوست ولايت کې په لومړي ځل د کرکټ د بېټونو د تولید کارخونه جوړه شوې، چې څو ډوله معياری بېټونه په کې جوړيږي.

ځوانان او د کرکټ لوبغاړي د دې کارخانې په جوړېدو خوښ دي او وايي چې اوس تر ډېره له افغاني توليد شويو بېټونو استفاده کوي، چې په خبره يې قيمت او کيفيت دواړه يې ښه دي.

دا فابريکه، چې په دې وروستيو کې فعاله شوې، د خوست سربېره د افغانستان ګڼو نورو ښارونو ته هم خپل توليد شوي بېټونه لېږدوي.

د بېټونو جوړولو دغه کوچنۍ کارخانه د خوست ښار لويديځ خوا ته په يوه کرايي کور کې فعاليت کوي.

کارخانې ته په ننوتلو مو سمدلاسه په ځينو کسانو سترګې لګيږي، چې د لرګيو په اره کولو، تراشلو او په ورته چارو لګيا وي.

د کارخانې مسوول ارسلا خان وايي چې د کرکټ څلور بېلابېل ډوله بېټونه جوړوي.

د خان په خبره د دې کارخانې پر فعالېدو يې شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ پانګونه کړې او په منځنۍ کچه د ورځې ۱۵۰ بېټونه توليدوي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «د سپېدار لرګی د افغانستان دی، له باميان او غزني نه يې راوړو. د بېټ لاستي او ربړونه له پاکستان نه راوړو. خو مهم شی يې لرګی دی چې دا مو د افغانستان خپل دی.»

د کارخانې مسوول ارسلا خان وايي، چې د کرکټ څلور بېلابېل ډوله بېټونه جوړوي

ارسلا خان وايي، چې پر خوست سربېره د پکتيا، پکتيکا، کندهار، هلمند، ننګرهار او د کابل مارکېټونو ته هم په کافي اندازه بېټونه وړاندې کوي.

نوموړي وويل: «کيفيت يې عالي دی، د کوم لرګي بېټ چې له پاکستان راځي، هغه دروند دی. د افغانستان لرګی هم سپين دی او هم سپک دی، نو په دې اساس لوبغاړي د افغانستان له لرګي توليد شوی بېټ ښه خوښوي.»

محمدرحمن په خوست ښار کې د سپورتي توکو هټۍ لري، خو ډېر سروکار يې د کرکټ له لوازمو سره دی.

رحمن اطلاعات ته وويل، چې مخکې له دې لوبغاړو پاکستاني بېټونه ډېر خوښول او پېرل، خو اوس په کور د ننه توليد شوي بېټونه ښه بازار لري.

هغه وويل: «له پاکستان نه چې کوم بېټ راځي، اته سوه، نهه سوه، زر او يوولس سوه قيمت لري، خو په خوست کې توليد شوی ښه بېټ د پنځه سوه افغانيو نه ډېر قيمت نلري او کيفيت يې هم ډېر ښه دی.»

ګل ولي په خوست کې د کرکټ لوبغاړی دی او له ډېرو کلونو کرکټ لوبه کوي؛ وايي تر لنډې مودې مخکې يې له پاکستان څخه له وارد شويو بېټونو کار اخيست، خو اوس په وطني بېټونو کرکټ کوي او په دې چاره ډېر خوښ دی.

ولي وايي: «يو خو دا زموږ خپل توليد دی او بل يې کيفيت هم ښه دی. وړاندې به له پاکستان څخه راتلل او قيمت به يې هم لوړ و. اوس په خپل وطني بېټ لوبه کوو او انسان د خوشالي احساس هم ور سره کوي؛ الله دې داسې ورځ راولي چې هر څه مو خپل وي.»

د کرکټ ملي لوبڅار محمدشاه فضليار وايي په ياده کارخانه کې توليدېدونکي بېټونه په ټولو معيارونو برابر او ښه دي.

فضليار وويل: «دا د پلييرانو لپاره په دې هم ښه فرصت دی، چې دوی ښه بېټونه په نسبتا کمه بيه اخيستلی شي؛ همدارنګه کارخانې ته فرمايش هم ورکولی شي، چې څه ډول بېټ ورته جوړ کړي.»

همدارنګه د خوست د کرکټ بورډ ولايتي مسول سيدعالم په دې کارخانه کې جوړېدونکي بېټونه د لوړ کيفيت لرونکي بولي او له مرکزي بورډ ادارې غواړي چې د پرمختيا او کارولو لپاره ور سره قرارداد وکړي.

عالم وايي: «دا واقعا ښه بېټونه دي، ما له نږدې ليدلي دي. موږ په خوست کې تر ډېره دا بېټونه کاروو. د کرکټ له مرکزي بورډ څخه غواړم چې له دوی سره د ملي لوبغاړو او د ولایتي دفترونو او لوبغاړو لپاره د بېټونو اخيستو لپاره اړيکه کې شي او قرارداد ور سره وکړي.»

په دې وروستيو کې له ځينو ستونزو سره، سره بيا هم د کرکټ د بېټونو جوړولو د دې کارخونې په څېر په ځينو نورو برخو کې هم پام وړ پانګونه شوې ده.

کرکټ هغه لوبه ده چې په کم وخت کې په هېواد کې زیاته مشهوره شوې او په تېره د سوېل ختيځ زون په پکتيا او خوست ولايتونو کې ډېر لوبغاړي لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه