اطلاعات روز: ننګرهار کې د ستروسو د حاصلاتو يو ورځنی نندارتون چې ۳۵ ډوله یې نندارې ته وړاندې شول، جوړ شو.
د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، د دې ولایت د سترو سږنی حاصل د تېر په پرتله زیات او له ښه کیفیته برخمن دی. دا نندارتون نن (دوشنبه، ۱۵ د لېندۍ) جوړ شوی و.
نوموړی زیاتوي، چې دوی په دې ولایت کې ۶۶ ډوله ستروس لري، چي ۱۶ داخلي او ۵۰ ډوله يې خارجي دي او یواځې یې ۴۵ ډوله نندارې ته اېښودلی وو.
د ننګرهار کرنې ریاست د بڼوالۍ ملي مرکز په ۲۰۰۷ کال کې په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د مختلفو مېوو ۲۰۰۰ وني پکې تر څیړني لاندې دي.
د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې د دې ولایت د بڼوالۍ ملي مرکز ۷ ملي کلکسیونونه لري، چې د انځر، خرما، ستروسو، زېتون، لوکاټ او املوکو ترڅنګ په لسګونه نورې بڼې هم په کې تر څېړنې لاندې نیول شوي دی.
