اطلاعات روز: خوست ولایت ته د دفاع وزارت د ځینو لوړپوړو چارواکو د سفر پر مهال د دې ولایت والي محمد نبي عمري په نظامي طالبانو غږ وکړ، چې له محکمې پرته په خپل سر د مجرمینو له شکنجې او زنداني کولو ډډه وکړي.
هغه چې په یوې پراخه راټولېدنه کې د خوست سیمه ييزو قومندانانو، نظامیانو او د ځینو نورو امنیتي ارګانونو مسوولینو ته وینا کوله، وویل هغه نظامي طالبان به له لیکو ایستل کیږي، چې د امنیتي ارګانونو له اجازې پرته په خپل سر کورونه تلاشي کړي او یا ملکي وګړي په یو او بل نوم وځوروي.
والي وویل: «هیچاته اجازه نشته، چې په خپل سر د یو چا کور تلاشي شي، یو څوک له محکمې پرته شکنجه یا هم زنداني شي، که نظامي کسان په خپل سر دا کار کوي، خو د تصفې کمیسیون به یې له لیکو لرې کوي.»
په همدې حال کې بیا د دفاع وزارت د پېژندتون رییس محمد رحیم غزنوي وايي، له ځنډ پرته په دې کار روان دی، چې له قومي، ژبني او مذهبي تعصب پرته د هیواد امنیت تامین په موخه ځواکمنه ملي اردو جوړه شي.
نوموړي وویل: «مونږ د اردو په جوړولو کار پیل کړی، مونږ داسې اردو جوړو، چې له تعصب او نورو قومي مسایلو به لرې وي، پاک او هیواد ته ژمن خلک به په لیکو کې ځای پر ځای کیږي.»

څو ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو کارونکو له لوري داسې انځورونه خپاره شول، چې ګواکې پاکستاني پوځیان په خوست ولایت کې له کرښې دې خوا افغان خاورې ته راوښتي او هلته یې نظامي قرارګاه جوړه کړې، خو په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان دا ادعاوې په کلکه ردوي او ډاډ ورکوي، چې دوی به هیچاته د مخکې راتګ اجازه ورنه کړي.
محمد ایوب خالد د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان داسې وویل: «نه د بل په خاروه تېری کوو او نه ګاونډیانو ته دا اجازه ورکوو، چې هغوی زمونږ خاورې ته را داخل شي، نو هغه اوازې چې په فیسبوک کې خپرې شوې، چې پاکستانیان په خوست کې افغان خاورې ته را داخل شوي یا رامخکې شوي، نو مونږ دا په کلکه ردو.»
د چارواکو له لوري په داسې مهال د امنیت په تامین ټینګار کیږي، چې څه موده وړاندې په پکتیا او خوست ولایتونو کې ځینو هدفي بریدونو خلک سخت اندېښمن کړي و او له امنیتي ارګانونو یې د مخنیوي غوښتنه کوله.
