طالبان پکتیا او پکتیکا کې ویجاړ پلچکونه بیرته رغوي

خبریال: حبیب الله سراب

د تېرو شلو کلونو جګړو له امله د هیواد د ځینو نورو ولایتونو په څېر په پکتیا او پکتیکا کې هم د لویو لارو په اوږدو کې ګڼ پلچکونه د ماینونو له امله ویجاړ شوي و، چې د مالي تاوان ترڅنګ یې د خلکو په تګ-راتګ کې هم ستونزې جوړې کړې وې.

د نظام له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یادې ډلې له خوا هڅه پیل شوې، چې ویجاړ پلچکونه او د سړک نورې تخریب شوې برخې بیرته ورغوي.

د پکتيا ولایت د اطلاعاتواو کلتور رییس خالقیار احمدزي وویل، چې د یادو  لويو لارو د تخريب شويو پلونو او پلچکونو جوړول يې لومړيتوب دی او په خبره یې چې په دې اړه له ټولګټو چارو وزارت سره هم غږېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تخریب شويو پلچکونو لومړني کارونه پیل شوي هم دي، چې نږدې ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.

هغه وویل: «څومره پلچکونه چې وي، د هغوی لپاره په لنډمهاله ډول کار پيل شوي د اوبو د مخنيوي چارې هم پيل شوې دي، د رغولو لپاره يې همدا اوس د ټولګټو چارو له وزارت نه د پنځه زره مکعبه سنګ کاري غوښتنه شوې ده، دا به د پکتيا په کچه هرچېرته چې پلونه، پلچکونه د بېلا بېلا دلايلو له امله وران شوي رغول کېږي لومړيتوب د کابل ـ ګردېز لارې ته ده.»

د تېرو شلو کلونو جګړو له امله د هیواد د ځینو نورو ولایتونو په څېر په پکتیا او پکتیکا کې هم د لویو لارو په اوږدو کې ګڼ پلچکونه د ماینونو له امله ویجاړ شوي و، چې د مالي تاوان ترڅنګ یې د خلکو په تګ-راتګ کې هم ستونزې جوړې کړې وې.

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هم په سړکونو د جغل اچونې سربېره د ویجاړو شویو پلچکونو بیارغونه پیل کړې، چې په خبره یې د ځینو یې کارونه هم بشپړ شوي دي.

د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریس مولوي عادل: «تاسو ته مالومه ده، چې میاشت وړاندې مونږ په پکتیا کې د پړاو په نوم یو لوی پل چې لس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغیو بیرته ورغوه، نو همداسې د پاتې پلچکونو جوړونه به هم کوو او د دې ترڅنګ مونږ په سروضې ولسوالۍ کې د ګل رلدین په سیمه کې په یو سړک جغل اچونه پیل کړې ده.»

په همدې حال کې بیا د ګردېز- کابل، ګردېز – خوست او ګردېز – پټان ترمنځ غځېدلې لويه لاره چې د جګړو او موسمي بارانونو له امله یې ډیری برخې ویجاړې شوې، پرې تلونکي خلک یې له مسوولو ادارو د جوړېدو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د کابل – ګردېز پر لویه لار په تېرو څو کلنو کې د پخواني حکومت او طالبانو د جګړو له امله تر ۵۰ زيات پلونه او پلچکونه په ماينونو تخريب او ويجاړ شوي، چې موټر چلوونکي  او مسافر يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په یادو لارو تلونکي موټر چلوونکي وايي، د تخريب شويو پلونه له امله يې نه یوازې تګ او راتګ ځنډنی کیږي، بلکې موټرې یې  تخنيکي ستونزې هم  پيدا کوي.

په دې اړه یو تن موټر چلوونکي نورالله اطلاعات روز ته وویل: «له ګردېز- کابله شاوخوا اويا پلچکونه خراب شوي دي،اوس کابل ته په دوه ساعتونو کې رسېږو، خو که دا جوړ شي، نو یو ساعت او شل دقیقو کې رسېدلی شو، یوازې دا ستونزه نه دی، بلکې زموږ د موټر ټايرونهخرابیږي، موټر مو نورې ستونزې او عوارض پیدا کوي، نو هیله لرو، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.»

د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هم په سړکونو د جغل اچونې سربېره د ویجاړو شویو پلچکونو بیارغونه پیل کړې، چې په خبره یې د ځینو یې کارونه هم بشپړ شوي دي.

یو بل تن سلیمان بیا داسې وویل: «دا پلچک بايد په اساسي ډول جوړ او ترميم شي، موږ ته ستونزې دي، ځينې وخت د شپې موټر بريق نيسي، پېښې له همدې رامنځ ته کېږي، له ګردېز تر ۵۰ زيات پلچکونه ړنګ شوي دي.»

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هم د پکتیاوالو په څېر د سړکونو له ویجاړېدو او د پلچکونو له تریب سرټکوي، د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي نور ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې طالبان دې د خلکو ستونزو هواري لپاره ویجاړ سړکونه او پلچکونه بیرته ورغوي.

د هغه په وینا چې له مرکز ښرنې- ارګون، سروضې، اومنه، خیرکوټ او ځینو نورو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه په خورا ناوړه حالت پراته دي، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «پلچکونه چې جوړ شي ښه ده، پکتیکاوالو ته په تېر نظام کې هم کار نه دی شوی، نو تمه لرو، چې طالبان مو هم له پامه ونه غورځوي، زمونږ ډیری ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه کنډ کپر دي، پلچکونه په ماینونو الوزول شوي دي، ښه دا ده، چې د دې د جوړونې لپاره ټولګټو چارو ریاست لاس په کار شي.»

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هم د پکتیاوالو په څېر د سړکونو له ویجاړېدو او د پلچکونو له تریب سرټکوي، د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي نور ولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې طالبان دې د خلکو ستونزو هواري لپاره ویجاړ سړکونه او پلچکونه بیرته ورغوي.

په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې مرکز او ولسوالیو ته غځېدلې لویې لارې نه یوازې د جګړو له امله تخریب شوې، بلکې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله هم په ځینو برخو کې پاخه سړکونه له منځه وړل شوي دي او که یې د جوړولو لپاره اړونده ادارې لاس په کار نه شي، د ژمي په راتګ سره به په یادو لارو تلونکي خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه