اطلاعات روز: د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې طالبانو درې تنه یوې نجلۍ سره د نامشروع اړیکو له امله جزایي کړي دي.
یوه سرچینه وایي، دغه درې تنه له نیول کېدو وروسته په ګیزاب ولسوالۍ کې په بازار ګرځول شوي دي او په وینا یې چې تورن شویو کسانو ته لوډسپیکر په لاس ورکول شوی و او ویل یې هرڅوک چې زنا کوي، سزا به یې داسې وي.
په ورته وخت کې د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ د تیر حکومت امنیه قومندان لالي اطلاعات روز ته هم دغه پیښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې طالبانو دغه درې ځوانان د یوې نجلۍ سره د نامشروع اړیکو په تور نیولي ول او وروسته یې په ښار کې ګرځولي دي.
لالی وایي دا چې یاد کسان د طالبانو له خوا سنګسار شوي یا نه، دی په دې اړه نور معلومات نه لري.
اطلاعات روز د یادې موضوع په اړه د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس څخه د مرکې کولو غوښتنه وکړه خو هغه ګیزاب ولسوالۍ د دایکندي ولایت اړوند وبلله.
خو اخوا د دایکندی د والي ویاند هم په دې اړه اطلاعات روز سره خبرو کولو ته حاضر نه شو.
