اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې یوه ماشومه د هوایي ډزو له امله وژل شوې ده.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ارباپانو کلي یو اوسیدونکي اکرام الله نن (یکشنبه، ۱۴ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ماشومه تیره شپه په یاده سیمه کې د هوایي ډزو له امله وژل شوې ده.
اکرام الله زیاتوي: «تیره شپه د کامې ارباپانو سیمه کې هوایي ډزې شوي چې یوه ماشومه په مرمۍ پر سر لګیدلې او وژل شوې ده، بیا مونږ ماشومه روغتون ته هم ورسوله خو لاره کې یې ساه ورکړه.»
ځایي امنیتي سرچینې هم اطلاعات رزو ورځپاڼې ته یاده پېښه تاییدوي او وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي خو تراوسه یې د عاملینو په نیول کیدو نه دي توانیدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په راتګ دې ولایت کې پر هوایي ډزو بندیز لګیدلی دی.
