معلولین: طالبان دې راته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي

اطلاعات روز: پکتیا کې معلولیت لرونکي وګړي وايي، د نه پاملرنې له امله یې ژوند خورا ستونزمن شوی، چې په تېرو څو لسيزو کې يې د جګړو پر مهال د بدن بېلابېل غړي له لاسه ورکړي دي، څوک چې پخوا به نيمګړي انسانان بلل کېدل او د ټولنې د ځینود روغو اشخاصو له خوا به په ناسمو نومونو یادېدل.  

د پکتيا ولايت معلولين وايي، تر ټولو ډېر اغېزمن شوي او د تېر نظام پر مهال يې څومره چې لازمه وه، ستونزو ته رسېدنه و نه شوه، د دوی په خبره که ورته د کار او زده کړو زمينه برابره شي، د ټولنې د روغو انسانانو په څېر د ښه کار او خدمت وړتيا لري.
احمد الله نوري چې د ماین په چاودنه کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي، خو لاهم د دې توان لري، چې کار وکړي او خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

هغه وايي، که ورته د کار زمینه برابره شي، د روغو انسانانو په څېر به ټولنې ته خدمت وکړي.
نوموړي وویل: «زه که اوس لاس نه لرم او یا مې پښه نشته، خو دا توان لرم، چې کار وکړم، ولې تر اوسه مونږ ته د کار زمینه نه دی برابره شوې، نو غوښتنه مو دا دی، چې د حرفوي زده کړو زمینه هم راته برابره شي.»


۳۸ کلن نظر محمد چې د جګړو له امله يې دواړه پښې له لاسه ورکړې، وايي، د زده کړو لېواله دی، خو د هغه په وینا چې د معلولينو لپاره په تېرو شلو کلونو کې کوم  ځانګړی مرکز نه دی جوړ شوی، چې دوی دې په کې زده کړې وکړي.

۳۸ کلن نظر محمد چې د جګړو له امله يې دواړه پښې له لاسه ورکړې، وايي، د زده کړو لېواله دی، خو د هغه په وینا چې د معلولينو لپاره په تېرو شلو کلونو کې کوم  ځانګړی مرکز نه دی جوړ شوی، چې دوی دې په کې زده کړې وکړي.

نظر محمد وايي: «زه غواړم پاتې زده کړې په مخ یوسم، خو مونږ داسې ځای نه لرو، چې هلته دې په کې زده کړې وکړو، هغه معلولین چې له دولسم ټولګي فارغ شوي، هغوی ته باید د نورو لوړو زده کړو مرکزونه جوړ شي او دې برخه کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت جدي پام غواړو.»

د معلولينو نړيوالې ورځې د نمانځنې پر مهال افغان معلولينو ته د لاسرسي مؤسسې مشر عبدالخالق ځاځي هم په افغان ټولنه کې د معلولينو ستونزې پر ځای وبللې او وايي، ياد قشر حق لري، چې حکومت ورته د کار، حرفوي او تعليمي زده کړو زمينه برابره کړي.
هغه په دې اړه وویل: «نوی حکومت اوس مکلف دی، چې د نورو وګړو ترڅنګ معلولینو ته هم کاري فرصتونه برابر کړي، مثلا؛ دوی ته باید د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي، د عصري زده کړو زمینه ورته برابره کړي او داسې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې معلولین ځان په کې د ټولنې یوه مهمه برخه وګڼي.»

په همدې حال کې بيا پکتيا کې د طالبانو ولايتي چارواکي د معلولينو ستونزو حل له کاري لومړیتونو يادوي او وايي، د تېر نظام پر مهال د معلول له نوم په استفادې ډېری کسانو په خيالي ډول امتيازات تر لاسه کول، چې نوي حکومت يې د مخنيوي لپاره هڅی پيل کړې دي.
د پکتیا ولایت د اطلاعات او کلتور ریس خالقیار احمدزی: «تاسو ته به مالومه وي، چې په تېر نظام کې ډیری داسې اشخاصو د معلولینو له نوم په استفادې امتیازات او نور حقوق تر لاسه کول، چې هغوی به یا واسطه درلوده او یا به یې هم رشوت وركاوه, ىوي خيالي پرچې درلودې، نو مونږ په دې هڅه کې یو، چې فقت معلولین معلوم کړو او حقونه یې ورکړو.»

پکتيا کې د طالبانو ولايتي چارواکي د معلولينو ستونزو حل له کاري لومړیتونو يادوي او وايي، د تېر نظام پر مهال د معلول له نوم په استفادې ډېری کسانو په خيالي ډول امتيازات تر لاسه کول.


بلخوا د دې ولايت د پوهنې ريس نیک محمد منیب بیا وايي، د راتلونکي کال لپاره  هڅه کوي، چې معلولينو ته د عصري او ديني زده کړو ځانګړی مرکز جوړ کړي. هغه داسې وویل: «پوهنې ریاست ژمن دی، چې د پوهنې په ډګر کې به په مساوي ډول ټولو وګړو ته یو ډول د زده کړو اسانتیاوې برابروي، په راتلونکي کال کې مونږ پلان لرو، چې معلولینو ته ځانګړې د زده کړو لپاره زمینه برابره کړو.»
د مالوماتو له مخې په ټول هيواد کې شاوخوا ۱۴ سوه زره شديد معلولين ژوند کوي، چې له دې ډلې يې څه کم ۱۰۰۰۰ زره يوازې په پکتيا ولايت کې له اړونده ادارو سره ثبت شوي  او کلني حقوق ورکول کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه