کندهار کې د شري د مخنیوي لس ورځنی کمپین پیل شو

اطلاعات روز: د کندهار کتلوي معافیت په آمریت کي د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین لس ورځنی کمپاین دوو ماشومانو ته په ورکولو سره رسماً پيل شو.

دغه کمپاین نن (شنبه، ۱۳ د لېندۍ) پیل شو. د کندهار عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وویل، د شري ناروغۍ د مخنیوي کمپاین د هیواد د پنځو ولایتونو غور، غزني، پکتیکا، بلخ او هلمند ترڅنګ په کندهار کي هم په دې موخه پيل سو، ترڅو د شري ناروغۍ مخنیوی په بشپړه توګه په کندهار او ټولو ولسوالیو کې وسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر ټولو هیوادوالو غږ وکړ، ترڅو د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه دې لس ورځني کمپاین کي ورسره بشپړه همکاري وکړي.

په کندهار کې د واکسین د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حزب‌الله فطرت په خپلو خبرو کې د شري ناروغۍ یوه وژونکې ناروغي یاده کړه او په خپلو خبرو کي یې وویل، په کندهار کي د شري ناروغۍ د زیاتو پيښو د ثبتېدو په اساس یې د کندهار عامي روغتیا ریاست په همکاري هڅه وکړه، ترڅو کندهار کي د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین لګولو یاد کمپاین ترتیب کړي.

ډاکټر حزب‌الله فطرت وویل، د شري ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسین لګولو په دې لس ورځني کمپاین کي به د کندهار ښار ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي دوه لکه، پنځه اویا زره، اته سوه او اتو، هغو ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین ولګول سي، چي عمرونه یې له نهو میاشتو بیا تر پنځه کلنۍ پورې وي او په خپلو خبرو کي یې وویل، د دې واکسین لګولو ترڅنګ د پولیو ضد د دوو څاڅکو واکسین کمپاین هم عملاً تطبیقوي.

 فطرت وویل، دا کمپاین به په ښار او ولسوالیو کي د ۲۶۸ مسلکي ټیمونو په مټ تطبیق کړي او په خپلو خبرو کي یې وویل، دې کمپاین کي یې په ټولیزه توګه تر دولس سوه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

وروستیو کي د بېړني مراقبت څانګي مسئول ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم شرې ناروغي یوه وژونکې ناروغي یاده کړه او په خپلو خبرو کي یې پر ټولو عُلماوو، هیوادوالو، نظامي او ملکي ادارو او ټولو مدني فعالانو ږغ وکړ، ترڅو د شري ناروغي د مخنیوي په موخه د واکسین لګولو ددې کمپاین ترڅنګ د پولیو ضد واکسین په تطبیق کي هم خپل مهم رول ادا کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه