اطلاعات روز: افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان ښځو په اړه د طالبانو د رهبر ملا هبتالله اخندزاده د فرمان هرکلی وکړ.
ټام ویسټ نن (شنبه، ۱۳ د لېندۍ) پر خپل ټوېټر لیکلي، دا چې طالبانو په خپل فرمان کې ښځو ته دا حق ورکړی چې له چا او څنګه واده کولی شي، هرکلی کوو.
خو ښاغلي ویسټ د دې ټوېټ په دوام کې ټینګار کړی چې د افغانې ټولنې په نورو برخو ښوونځیو، کارځایونو، سیاست او رسنیو کې هم د ښځو د حقونو د تضمین اړتیا ده.
د ښځو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده ځانګړی فرمان پرون جمعه خپور شو. دا فرمان چې ډېر د ښځو پر واده، میراث او د ټولنې په نامنلو رواجونو ورټول و، په کور دننه او بهر له هرکلی سره مخ شو.
خو دا چې د ښځو د کار، زدهکړو او د طالبانو په نوي حکومت کې د ښځو د ونډې په اړه په کې څه نه و ویل شوي، له نیوکو سره مخ دی.
