د کابل-جلال‌اباد د دویم لین سړک پاتې چارې پیل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د کابل-جلال اباد دویم لین سړک د جغل اچونې چارې یې پیل کړي دي.

د کابل-جلال اباد دویم لین سرک چارې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي. د دغه سرک د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنې په څو ځلي تیر حکومت کړې وې، خو د ژمنو سره سره د دغه سرک پاتې چارې نیمګړې او په ټپه ولاړې وې.

تازه د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مسولین وایي، چې د کابل-جلال اباد دویم لین سرک د پاتې چارو د بیارغونې کار یې پیل کړي دي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس یارمحمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوسمهال یې د یاد سرک د جغل اندازۍ چارې د خوږیاڼو ولسوالۍ له مملې سیمې پیل شوي او تمه لري چې له دې وروسته به یې د کابل-جلال اباد دویم لین سرک پاتې چارې هم بشپړې شي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس یارمحمد زیاته کړه: «د کابل-جلال اباد دویم لین سرک د جعل اندازۍ چارې مونږ د خوږیاڼو له مملې سیمې پیل کړي او همداسې به دا چارې تر حصارک پورې دوام ولري، زمونږ تمه دا ده چې له دې وروسته به د دې سرک پاتې چارې هم ترسره شي او په دې برخه کې زمونږ هڅې دوام لري له ولس هم غوښتنه کوو، چې د دې سرک په ساتنه کې له مونږ سره همکري وکړي.»

په همدې حال کې د خوږیاڼو ولسوالۍ یو اوسیدونکي عرفان الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  له طالب چارواکو د یاد سرک د پاتې چارو د بشپړیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د کابل-جلال اباد دویم لین سرک چارې اوسمهال د خوږیاڼو ولسوالۍ مملې سیمو پورې بشپړې شوي، چې د پاتې چارو د نه ترسره کیدو له امله یې ځایي خلک له ستونزو سره مخ دي.

عرفان الله زیاته کړه: «د کابل-جلال اباد دویم لین سرک چارې چې اوسمهال د طالبانو له لوري پیل شوي مونږ ورته ډیر زیات خوشاله یو، خو غوښتنه مو دا ده چې دا سرک دې په خپله هغه ډول جوړ شي چې په قرارداد کې دی، د یاد سرک د تیریدو پرمهال خلکو زیاته قرباني ورکړې ځمکې او کورونه یې له منځه تللي که چیرې په خپل ډول جوړ نشي نو ستونزې به ډیر پیدا کړي هیله چې دا سرک ژر جوړ شي.»

د خوږیاڼو یو بل اوسیدونکی ادریس خان بیا شکایت کوي او وایي، په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د شوکاڼي په استخراج سره پر یاد سرک د شوکاڼي بار لارۍ له معیاري وزن پورته بار وړي، چې له امله یې د کابل-جلال اباد دویم لین سرک ځینې برخې د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

ادریس خان زیاته کړه: «له کله راهیسې چې د شوکاڼي استخراج پیل شوی نو له هماغه ورځې راهیسې د کابل-جلال اباد پردویم لین سرک بار لارۍ چې وزن یې له ټاکلې اندازې زیات وي تګ راتګ کوي او له همدې امله د دغه سرک زیاتې برخې تخریب شوي او که چیرې د دغه لاریو وزن کنترول نشي نو ویره زمونږ دا ده چې دغه سرک به ټول تخریب شي او بیا به ولس له کړاو سره مخ وي.»

د کابل-جلال اباد دویم لین سرک ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري. دا سرک د جلال اباد ښار د سره رود له دوسره کې پیل او له همدې ځایه خوږیاڼو، شیرزاد او حصارک ولسوالیو تیر او د لوګر له لارې کابل سره وصلیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه