اطلاعات روز: د هلمند نوزاد ولسوالۍ روغتیاپالان وایي، په دې ولسوالۍ کې د ناروغانو شمېر زیات دی چې له امله یې په روغتون کې درمل او تجهزات کم دي او د ناورغانو درملنه په سمه توګه نه کیږي.
د یاد روغتون امر ډاکتر سیدشاه نن (پنجشنبه، ۱۱ د لېندۍ) اطلاعات روز ته د یوې مرکې پرمهال وویل، په تیرو وختونو کې په روغتون کې د ناروغانو کچه کمه وه خو اوس مهال د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
هغه وایي په یاد روغتون کې په ځینو ورځو کې د ناروغانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسیږي چې په میاشتني ډول یې شمېر له ۵ زرو نیولي تر ۶ زرو پورې رسیږي خو امکانات په روغتون کې کم دي.
هغه وایي: «تقریبآ که وګورو په ورځني ډول د ناروغانو شمېر ۷۰ ـ ۸۰ پورې رسیږي په ځینو ورځو کې بیخي ۱۰۰ ته رسیږي. په میاشتني ډول د ناروغانو اوسط ډول ۵۰۰۰ ـ بیا تر ۶۰۰۰ پورې وي.»
د نوزاد ولسوالۍ د روغتون امر وایي چې په یاد روغتون کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه ولادتونه هم کیږي.
هغه وایي: «یوازي په دغه روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو کمی نه دی، بلکې د ولایت په سطحه دا ستونزه موجوده ده خو د دې ترڅنګ په دغه روغتون کې د ښځینهوو ډاکټرانو په بستو کې اوس نارینه ډاکټران ګمارل شوي دي، زموږ غوښتنه داده چې باید دغه روغتون ته د زنانه ډاکترانو شمیر زیات شي.»
په ورته وخت کې بیا د هلمند د عامې روغتیا ریاست مالي او اداري مدیر ډاکټر ممتازاحمد ځیرک اطلاعات روز ته وویل چې د دې ولایت ۷۸ روغتیایي مرکزونه د دریو میاشتو لپاره د صحت په برخه کې (WHO) ته په قرارداد ورکول شوی دی چې تیره ورځ یې د یوې میاشتې لپاره نوزاد ولسوالۍ په شمول نورو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته درمل او اړوند تجهیزات ورسول شول.
ځیرک وایي چې د ښځينه ډاکټرانو ستونزه یې هم تر مسولینو رسولې او هیله لري چې د ښځینه ډاکترانو د کمي ستونزه حل شي.
د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکې هم د روغتیايي خدمتونه ښه والي غوښتنه کوې. د دوی په خبره نورو روغتونونو ته یې د ناروغان د لیږد تر توان لوړه خبره ده.
د نوزاد ولسوالۍ یو اوسیدونکي حبیب الله اطلاعات روز ته وویل، که څه هم په ولسوالۍ کې روغتون شته خو روغتیايی خدمات په نه شتون حساب دي.
هغه وویل: «د ولسوالۍ په کلینکونو کې هیڅ درمل شتون نه لرې، زموږ غوښتنه د عامې روغتیا د ریاست څخه ده چې زموږ په ولسوالۍ کې دې روغتیایي کلینکونو ته درمل ورکړي ترڅو د ناروغانو درملنه په ښه توګه وشي.ِ»
د هلمند په ګڼو روغتونو کې خلک د دا ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
