اطلاعات روز: د لوګر ولايت د امنيه قوماندانۍ مسوولين وايي، د ځينو تخنيکي ستونزو له امله په دې ولايت کې د پاسپورټ وېش به له سبا پنج شنبې ورځې وروسته تر نامالومې نېټې پورې ځنډېدلی وي.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد الله انس نن (چهارشنبه، ۱۰ د لېندۍ) اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی د پاسپورټ په مدیریت کې له ځينو تخنيکي ستونزو سره مخ دي، چې نشي کولی، خلکو ته د ويش لړۍ دوامداره وساتي.
هغه زياته کړه، چې د اړونده کارکوونکو له خوا هڅې پيل شوي، تر څو په نږدې ورځو کې خلکو ته د پاسپورټونو ویش پيل کړي.
هغه له مراجعينو غوښتنه وکړه، تر څو د اړونده ادارې له خبراوي، د پاسپورټ مدیریت ته له تلو ډډه وکړي.
تېره پنج شنبه د لوګر په شمول په ۱۰ ولايتونو کې د پاسپورټ ويش شو، خو له شپږ ورځنيو خدماتو وروسته دا پروسه بيا درول کيږي، چې په اړه يې د پاسپورټ مراجعين اندېښمن دي.
