ننګرهار کې د طالبانو له راتګ وروسته په لومړي ځل مشاعره وشوه

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د طالبانو په لاس د افغانستان مخکنیي نظام له نسکورېدو وروسته په لومړي ځل د رنګین ماښام په نوم مشاعره ترسره شوه.

په دې جوړه شوې مشاعره کې چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۳ د لېندۍ) د دې ولایت شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینوالو ګډونو کړی وو.

د مشاعرې یو ګډونوال او شاعر ضیاالدین همت مل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د شاعرانو د شعرې ذوق خړوبولو په موخه د دا شان ادبي ناستو له راټولیدو ستاینه کوي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسولینو د ورته نورو داسي مشاعرو برابرولو غوښتنه کوي.

ضیاالدین همت مل زیاته کړه چې شاعران د ټولنې یوه مهمه برخه تشکیلوي او د ټولنې په ذهني جوړښت کې هم مهمه ونډه لري او لازمه ده چې شته نظام ورته پام وکړي او دا ډول مشاعرې جوړې کړي.

شاعر او لیکوال محمد غوث نوري بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالب چارواکو غوښته وکړه چې د دوی شعرونه دې نه سانسور کوي.

د ښاغلي نوري په خبره شاعران د ولس له منځه خلک دي او پرې دې ښودل شي، څو هغه څه د شعر په ژبه وړاندې کړي چې ولس یې غوښتنه لري.

محمد غوث نوري زیاته کړه: «شاعران د ټولنې مهمه برخه تشکیلوي او مهمه خبره دا ده چې دوی دې پریښودل شي چې د خپل زړه حال او د ولس ستونزې د شعر په ژبه وړاندې کړي او د دوی شعرونه او نورې ادبي لیکنې دې نه سانسوروي، ځکه که چیرې شاعرانو شعرونه سانسور شي نو بیا دوی نشي کولای په ډاډه زړه خپل شعر ټولنې ته وړاندې کړي، نو غوښتنه کوو چې شاعران دې له سانسور لرې وساتل شي.»

په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري محمد حنیف اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هڅه کوي چې د شاعرانو لپاره د داسې ناستو برابرولو لپاره زمینه برابره کړي.

محمد حنیف زیاته کړه: «د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې هڅه کې دی چې د شاعرانو د شعري ذوق د خړوبه ساتلو لپاره داسې نورې مشاعرې په هرو پنځلس ورځو کې برابرې کړي، نو موږ کوښښ کې یو د شاعرانو د راټولیدنې لپاره نورې هلې ځلې وکړو تر څو شاعران وکولای شي د مشاعرو له لارې خپل غږ نور ولس ته ورسوي او دا بهیر به ژوندی ساتو.»

ننګرهار کې د رنګین ماښام په نامه مشاعره داسې مهال ترسره کیږي، چې د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره د ادب مینوالو شکایت کاوه چې د ادبي ناستو او بهیرونو فعالیتونه کمرنګه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه