طالبان ارزګان کې پر خلکو له سره لمونځونه تکراروي

اطلاعات روز: طالبان په ارزګان کې په خلکو له سره لمونځونه تکراروي او ویل شوي که څوک يې زده نه کړي سزا به ورکول کيږي.

په ارزګان کې د طالبانو امر بل المعروف و نهی عن المنکر ادارې هڅې پیل کړي، ترڅو په ټولو خلکو له سره لمونځونه تکرار کړي او غلطۍ يې ورته اصلاح کړي.

په ارزګان کې د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ریاست يو ديني عالم مولوي محمد يعقوب شرافت نن (پنج‌شنبه، ۴ د لېندۍ) اطلاعات روز ته وويل چې دوی د جوماتونو ټول ديني عالمانو ته دنده سپارلې څو پر خپلو مقتديانو لمونځونه له سره تکرار کړي او هغه کسان چې د لمونځونو طريقه يې غلطه وي اصلاح يې کړي.

دی وايي د ارزګان د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ادارې د ټولو نورو کارونو څخه مخکې دغه کار مهم وګڼه چې پر خلکو له سره لمونځونه زده کړي.

دی وايي د مسجدونو له مقتديانو څخه به د امر بل المعروف و نهی عن المنکر اداره وخت پر وخت پوښتنه کوي چې څومره يې لمونځونه زده کړي دي.

شرافت وايي هغه کسان چې د لمونځونو د طریقې په زده کړې زيار نه باسي ورته مشخصه شوې سزا به ورکول کيږي.

هغه زياته کړه د لمانځه تر زده کړې وروسته د  امر بل المعروف و نهی عن المنکر ادارې پلان دی ترڅو خلک اړ کړي چې لمونځونه هم په جماعتونو وکړي.

دی وايي هر کس دنده لري چې خپلو کورونو کې خپلو ښځو باندې هم لمونځونه تکرار کړي.

نوموړي وويل، دغه پروسه پر څو پړاونو کې ترسره کيږي که څوک ورباندې عمل ونه کړي، سخته سزا به ورکړل شي.

دغه ديني عالم وويل په مرکز او ولسواليو کې يې ټول مسجدونه ثبت کړي دي او دغه دنده يې ورته سپارلې ده.

شرافت وويل: «د ارزګان د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ادارې د ټولو کارونو څخه مخکې دغه يو کار وکړي چې په ټولو خلکو لمونځونه تکرار کړي ځکه دغه امر د امرينو لخوا شوی دی ټولو د مسجدونو امامان مقرر شوي دي چې په ټولو مسلمانانو باندې لمونځونه تکرار کړي ځکه دغه مهمه مسله ده دلته د ډيرو خلکو په سمه طريقه لمونځونه زده نه دي او لمونځ د اسلام دویم رکن دی ټول خلک باید شکر ادا کړي چې زموږ ملک ته داسې يو نظام راغلی چې زموږ د اخرت د ښه کولو لپاره کار کوي ملا امامان خپلو مقتديانو ته لمونځونه تکراروي که چا د لمانځه زده کړي کوشش نه کولی د اسلامي امارت لخوا به ورته سزا ورکول کيږي.»

يو بله سرچينه وايي طالبانو دغه پروسه په ارزګان کې له تيرو دوه مياشتو راهیسې پیل کړې ده او هدف يې د لمونځونو د طريقو اصلاح ده.

دغه سرچينه چې نه غواړي هويت يې ښکاره شي اطلاعات روز ته وويل چې طالبان غواړي په خلکو لمونځونه تکرار کړي ترڅو د لمانځه طريقه او د حرفونو درست لفظ ورته زده کړي.

يادې سرچینې وويل د مسجدونو هر ديني عالم دنده ورکول شوې ده چې خپلو مقتديانو ته وخت پر وخت لمونځ ووايي او وروسته يې د هر مقتدي څخه غوښتنه کيږي چې تکرار يې کړي.

هغه وویل: «په ارزګان کې د منکراتو ادارې پلان جوړ کړی دی چې په ټولو مسلمانانو لمونځ زده کړي د مسجدونو ملا صاحبانو ته دنده ورکول شوې ده چې خپلو مقتدياتو ته اول لمونځونه زده کړي وروسته يې بیا په مقتديانو تکرار کوي د جمعې لمونځونو پر مهال هم امامانو ته دنده سپارل شوې ده چې خلکو ته لمونځ زده کړي. دوه ډوله زده کړه خلکو ته ورکول کيږي اول د لمانځه طریقه او دوهم بیا د حروفو اصلاح ده.»

په ورته مهال د ارزګان خلک د طالبانو دغه کړنه سمه نه ګڼي او زياتوي چې په دې کار سره به ډير خلک د خجالت احساس وکړي.

د ارزګان يوه اوسيدونکي عبدالقوي اطلاعات روز ته وويل چې طالبان بايد پر خلکو د لمونځونو تکرارولو پر ځای يوازې ورته سپارښتنه وکړي چې په شخصي ډول لمونځونه له ځان سره تکرار کړي او زده يې کړي.

دی وايي: «ګوره زموږ په ټولنه کې سپین ږيري خلک سته کله چې د دغه ډول يو سپین ږيري کس څخه د هغه د لمسيانو مخکې په هغه لمونځ تکراريږي دا د دغه کس پر حقوق تيری دی، ځکه هغه د نورو کشرانو و مخته د خجالت احساس کوي. طالبان دې داسې يو کار وکړي چې هغه ته دې سپارښتنه وکړي چې په خپله لمونځ سهي زده کړي.»

طالبانو تر دې مخکې په ارزګان کې پر ږيرو او سټايلي ويښتانو جوړيدو باندې بنديز لګولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه