تېرو جګړو، فقر او بې‌کارۍ ارزګان کې د رواني ناروغيو فيصدي لوړه کړې

ارزګان کې روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د تېرو جګړو له امله د خلکو د وزګارتيا او غربت کچه لوړه شوې او اوسمهال د رواني ناروغيو شمير زيات شوی دی.

د ارزګان د ولايتي روغتون سرطبیب ضياوالرحمن نيازي اطلاعات روز ته وويل په دې ورستيو مياشتو کې تر بل هر وخت په رواني ناروغيو د اخته کسانو شمير لوړ شوی دی او ډېر شمېر کسان چې په رواني ناروغيو اخته وي، د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د درملني لپاره ورځي.

نوموړی يې لامل فقر، کورنی تاوتريخوالی او تيره جګړه يادوي. هغه وايي د پخوا په پرتله په ډيره لوړه کچه خلک په رواني ناروغۍ اخته شوي دی .

د نوموړي په وینا، په تيرو کلونو کې هم زيات خلک په رواني ناروغۍ اخته ول، خو په دې وروستیو وختونو کې چې وضعيت تغير کړی دی، ولايتي روغتون ته ډير هغه ډول کسان مراجعه کوي چې په رواني ناروغۍ اخته وي. 

نيازي په هېواد کې د اقتصادي وضعيت د سمون هېله وکړه او انديښنه يې وښوده چې که وضعيت دغه ډول دوام وکړي په هرو دوو کسانو کې به يو د رواني ناروغۍ ښکار شي.

دی وايي: «په تيرو کلونو کې هم رواني ناروغۍ وه خو په ځانګړي توګه په دغه وروستيو وختونو کې ددغې ناروغۍ کچه بیخې زياته شوې ده. لاملونه يې فقر، غربت او سیاسي وضعيت دی. دلته چې کله په رواني ناروغۍ اخته کسان راځي ډيرو يې خپل خپلوان له لاسه ورکړي وي. د وراني ناروغيو فيصدي هم د پخوا په پرتله لوړه شوې ده. موږ ويره لرو که د خلکو اقتصادي حالات دغه ډول پاتې شي ډير کسان به نور هم په رواني ناروغۍ اخته شي.»

د ارزګان د ولايتي روغتون سرطبیب ضياوالرحمن نيازي اطلاعات روز ته وويل په دې ورستيو مياشتو کې تر بل هر وخت په رواني ناروغيو د اخته کسانو شمير لوړ شوی دی.

د مرکز ترينکوټ په ولايتي روغتون کې هم اطلاعات روز د هغو کسانو سره خبرې کړي دي چې د د رواني ناروغۍ د درملنې په هدف راغلي دي.

د دغو کسان له ډلې څخه يې يو هم بريالی رحيمي دی، چې خپل يو ورور يې ۶ مياشتې مخکې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړی دی او اوس په رواني ناروغۍ اخته دی.

رحيمي وايي، له کومه وخته چې يې ورور وژل شوی دی او د کور مسووليت ده ته ور ترغاړې شوی دی، په رواني ناروغۍ اخته شوی دی او د درملنې په هدف يې ياد روغتون ته مراجعه کړې ده.

رحيمي چې په کور کې اقتصادي ستونزې هم لري، وايي راتلونکي ژوند ته سخت انديښمن دی چې له دغه ډول ننګونو ډک ژوند ته به څه ډول اوږه ورکړي.

دی وايي: «اختر ته يوه ورځ پاتې وه، ورور مې خپلوانو ته ورتلی چې پر ښخ کړل شوي ماين وربرابر شو او ځای پر ځای يې ژوند د لاسه ورکړی. اوس ماته په کور کې د ورور اولادونه او خپل اولادونه راپاتې دي، د ډيرو تشويشونو څخه د شپې خوب نه راځي د کور د دروازې تړلو لپاره په يوه شپه کې پنځه ځله فکر کومه، دروازه مې تړلې وي خو په زړه کې مې انديښنه وي چې دروازه مې خلاصه پريښودلې ده اوس دلته راغلی يمه ډاکټران راته وايي چې ته په رواني ناروغۍ اخته شوی يې.»

رحيمي وايي، له کومه وخته چې يې ورور وژل شوی دی او د کور مسووليت ده ته ور ترغاړې شوی دی، په رواني ناروغۍ اخته شوی دی او د درملنې په هدف يې ياد روغتون ته مراجعه کړې ده.

سيدکريم هم د ترينکوټ په ولايتي روغتون کې د خپلې په رواني ناروغۍ د اخته مور درملنه کوي. دی وايي په کور کې د ۱۵ تنه کسانو ساتنه کوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه وايي مور يې له همدې امله په رواني ناروغۍ اخته شوې ده چې د خپلې کورنۍ غړو ته د خوړو په رسولو کې انديښمنه وي.

دی وايي په کليوالو سيمو کې ډير دغه ډول کسان چې د کورنيو د خپلوانو د لاسه ورکولو او غربت له امله اوس په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «مور مې اوس بیخي ليونۍ شوې ده، کله چې زه ورته راشمه زما څيره هم نه پيژني. زه خپل ځان ورته خپله معرفي کړمه، کله خوشحاله وي کله بیا سخته خفه وي. ډاکټران راته وايي چې ستا مور باید استراحت وکړي او د دنيا په روانو حالاتو يې مه خبروئ. زموږ په کلې کې ډير دغه ډول کسان شته چې په رواني ناروغۍ اخته وي. چا خپل يو قريب له لاسه ورکړی وي او څوک هم د غربت له امله په رواني ناروغۍ اخته شوی وي. زموږ په سيمه کې خلک روغتونو ته هم لاسرسی سم نه لري.»

په افغانستان کې د تیرو شل کلونو جګړو له امله خلک له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوي دي چې د جګړو له امله خلکو خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي او دا مهال په سخت غربت کې ژوند کوي.

له کله چې طالبان پر افغانستان واک ته رسيدلي دي، نړيوال مرستندويه سازمانونه اټکل کوي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په افغانستان کې د لوږې او غربت کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به نور هم خراب شي.

پر افغانستان د طالبانو واک ته رسيدو سره نړيوالو افغانستان ته شا کړې ده او خلک په ډېر خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه