ننګرهار کې د تېر کال پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کې زیاتوالی راغلی

ننګرهار ولایت کې د ښځو ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۰ قضیې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو رییسې فتانې عزیز نن ( پنجشنبه، ۶ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اغلې فتانې زیاته کړه، چې روان کال یې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۰ قضیې یې ثبت کړي دي، چې په ثبت شوو پېښو کې وهل ډبول، تاوتريخوالی، په جبري ګوښه توب او داسې نور موارد شامل دي.

فتانې زیاته کړه: «سږکال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، چې زیاتره یې د کورني تاوتریخوالي دي او مونږ سره ۲۲۰ قضیې ثبت شوي دي او دا ارقام تیر کال ته شپاړلس سلنه زیاتوالی ښیي.»

خو دا چې ولې هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د کموالي پر ځای زیاتوالی راځي.

ښځينه فعالې مسکا زړه سواندې اطلاعات روز ته د دغو قضیو د زیاتیدا اصلي لاملونه فقر، بې روزګاري، کلتوري محدودیتونه او نور یاد کړل.

هغې زیاته کړه: «اصلي لامل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل شوی، هغه په افغاني ټولنه کې د ښځو له حقوقو ناخبري، بې سوادي او بې وزلي دي، چې له امله یې مونږ له ستونزو سره مخ یو.»

بل لور ته ښځينه فعالې وګمې بارکزۍ اطلاعات روز سره په خبرو کې د ښځو د ملاتړ په برخه کې په اړونده ادارو نیوکه وکړه، چې هر کال یې پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبتیږي، خو ګڼې یې د مسوولو ادارو د نه پاملرنې له امله پر وخت نه څیړل کیږي.

 بارکزۍ زیاتوي: «هر پروګرام چې د ښځو په نوم جوړیږي نو دا به یوه پروژه وي او ګډونوال یې زیاتره د رییسانو او د ادارې د مسوولینو خپلوان وي، یعنې د ښځو غږ په سم ډول تر اړونده ادارو نه رسیږي.»

سره له دې چې په دې وروستیو کې د ښځو چارو ریاست له لوري په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ښځو په برخه کې د عامه پوهاوي او نورو برخو کې ډیر راپورونه خپریږي، خو بیا هم په ننګرهار کې د ښځو د تاوتریخوالي په پېښو کې د تیر کال په پرتله زیاتوالی راغلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه