ارزګان کې غوښې پلورونکي: د پېر او پلور کچه مو صفر ته راغلې ده

اطلاعات روز: په ارزګان کې هغه کسان چې په تېرو وختونو کې به يې هره ورځ ډېرې غوښې پر دولتي ادارو او عامو خلکو پلورلې، اوس وایي چې تر پخوا یې کارونه خورا خراب شوي دي.

قصابان وايي، په تېرو وختونو کې به دولتي ادارو زياتې غوښې ترې اخیستې، خو په وینا یې د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او د تېر نظام په ړنګېدو سره اوس ډېر کم شمېر خلک زړه ښه کوي چې له دوی څخه غوښې واخلي.

دوی زیاتوي، اوس يې کارونه په ټپه درېدلي او د دغه کسب پرېښودو ته اړ شوي دي.

غوښې پلورونکي وايي له کومه وخته چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي دي، اقتصادي حالت تر پخوا هم سخت خراب شوی دی او هيڅوک د غوښو اخيستلو لپاره زړه نه ښه کوي.

دغه قصابان وايي که يې د غوښو پیر او پلور دغه ډول روان وي نو له قصابۍ څخه به لاس واخلي او يو بل کار ته به مخه کړي.

دغو کسانو وويل په تيرو وختونو کې به ډير دولتي ارګانونو او ورته ادارو ورڅخه غوښې اخیستې، خو اوس د شته حکومت دولتي ادارې هم د غوښو اخيستلو ته زړه نه ښه کوي چې ورسره د دوی کارونه هم ټکني شوي دي.

په دې اړه يو غوښې پلورونکي اغاجان اطلاعات روز ته وويل: «په تيرو وختونو کې به زموږ څخه خلکو ډيرې غوښې اخیستې خو اوس ما په ۱۹ زره افغانۍ يو پسه واخیستلی کله چې مې حلال کړی حساب مې وکړی، ماته يې ۵ سوه افغانۍ ګټلي خو درې ورځې هغه غوښې پرتې وې، هيچا نه اخيستلي. د هرې ورځې په تيريدو سره غوښې وچيږي او وزن يې کميږي اوس دې ته اړ شوي يو چې دغه کار نور پريږدو ځکه هيڅ ګټه نه کوي ټول قصابان بيکاره لاس تر زنې ناست دي. په تيرو وختونو کې به زموږ سوداګري پر دولتي ادارو روانه وه خو اوس په دولتي ادارو کې د ګوتو په شمير خلک ناست وي هغه هم غوښې نه اخلي.»

قصابان هم د نورو خلکو په څېر د هېواد اقتصادي وضعيت ته اندېښمن دي او له طالبانو غوښتنه کوي چې له نورې نړۍ سره تعامل وکړي، څو په افغانستان کې د خلکو کارونه ورسره ښه شي.

دوی وايي که طالبان د نړيوالو غوښتنې ومني په هېواد کې به د فقراو لوږې کچه ټيټه شي او د ټولو خلکو سوداګريزې او نورې چارې به ورسره وده وکړي.

د افغانستان څه باندې نهه نیم ميليارده خزانه د نړيوال بانګ له خوا کنګل شوې چې ورسره په هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او کاروبار په ټپه ولاړ دی.

څه باندې درې مياشتې تيريږي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي خو تراوسه هيڅ يو هېواد په رسميت نه دي پیژندلي چې ورسره دلته هېواد کې د ټولو خلکو اقتصادي حالت مخ پر ځوړ روان دی.

طالبان له نړيوالو غوښتنه کوي چې په رسميت يې وپيژنې خو نړيوال بیا له طالبان غواړي چې د بیان ازادۍ، د ښځو د حقوقو خوندي ساتلو او د ټولشموله حکومت رامنځته کيدل يې له اساسي او مهمو شرطونو څخه دي، ترڅو نړيوال هم د افغانستان کنګل شوې خزانه خوشې کړي او هم طالبان په رسميت وپيژني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه