اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو امنيه قومانداني ادعا کوي چې په دې ولایت کې یې د نشهیي توکو د پېر او پلور کچه ۸۰ سلنه راټیټه کړې ده.
خوست کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدير مولوي محمد صابر د خبري ناستې پر مهال وويل، چې د نشه يي توکو پر ضد يې کلکه مبارزه پيل کړې او په خبره يې چې د يادو توکو د پير او پلور کچه يې ۸۰ سلنه راټيټه کړې ده.
نوموړي همدا راز زياته کړه، چې د تېرې يوې اونۍ په لړ کې یې امنيتي ځواکونو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور لس کسان نيولي.
په همدې حال کې بيا د خوست امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې يې د پيل شوې مبارزې پر مهال د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې ځينې لوی مرکزونه هم له منځه وړي دي.
نوموړي وويل: «په دې هفته کې زموږ لويه لاسته راوړنه د متون په سيمه کې د نشه يي توکو د خريد او فروش يو لوی مرکز موږ ته په لاس راغلی، چې په هغه کې يوه بوشکه شراب، ۱۳۰ تابلېت کا ګولۍ، نيم کيلو ګرام شيشه او نيمه کيلو چرس دی.»
خوست د هيواد له هغو ولايتونو ګڼل کيږي، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه موقيعت لري، نو له همدې امله ځينې وخت د نشه يي توکو کاروباريان دې ولايت ته له ګاونډي پاکستان نشه يي توکي، وسلې او نور غير قانوني مواد انتقالوي، چې په تېر کې هم څو ځله لاس په لاس نيول شوي و.
