اطلاعات روز: په ارزګان کې ولايتي چارواکي وايي، د کرکټ دغه سيالۍ چې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ راپیل شوي دي ۴۵ ورځې به دوام وکړي. دغه سيالۍ د لوبغاړو په شخصي لګښت راپیل شوي دي او هدف يې د غوره لوبغاړو معلومول دي.
د لوبو د پیل په مراسمو کې د دغه ولايت د کرکټ لوبغاړو وويل، د ورزش په برخه کې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او مسوولين يې باید ورته حل کړي.
لوبغاړي وايي د ورزش په برخه کې د مالي ستونزو ترڅنګ معياري لوبغالی نه لري او د تشويق په برخه کې هيڅ ورته پاملرنه نه کيږي.
د کرکټ لوبغاړو په استازيتوب يوه لوبغاړي حکمت الله حکيمي وايي: «موږ د کرکټ په برخه کې زياتې ستونزې لرو. تراوسه زموږ ستونزې حل شوي نه دي، يوه مهمه ستونزه دا ده چې دلته موږ معياري لوبغالی نه لرو، ترڅنګ یې هغه لوبډلې چې نورو ولايتونو د سياليو ترسره کيدو لپاره هغه مالي ملاتړ ته اړتيا لري خو هيڅوک يې مالي ملاتړ نه کوي د کرکټ په برخه کې د روزنې لپاره اکاډمي نه لري.»
د ارزګان د ولايت مقام استازی قاري قريشي د يادو لوبو د پیل په مراسمو کې لوبغاړو سره ژمنه وکړه چې د هر ډول ستونزو په حلولو کې به ورسره همکاري وکړي.
قريشي له لوبغاړو څخه مننه وکړل چې د خلکو د خوشحالۍ په هدف لوبې ترسره کوي او په خبره يې چې د ورزش په برخه کې شته ستونزې به تر مسوولينو ورسوي، ترڅو د حل په برخه کې لاس په کار شي.
قريشي وايي: «زه د ولايت مقام په استازيتوب ستاسو څخه مننه کومه چې د خلکو د خوشحاله ساتلو په هدف لوبې ترسره کوئ. انشاالله ما ستاسو ټولو ستونزو ته مو پام کړی دی او تر مسولينو پورې به يې ورسوو ترڅو حل شي هر ستونزه چې تاسو لرئ کولی یې شئ چې ولايت مقام سره يې شريکه کړئ ترڅو د حل په برخه کې موږ خپلې هڅې وکړو.»
په ارزګان کې په داسې مهال د کرکټ سیالۍ په شخصي لګښت پیليږي چې موده مخکې د ولايتونو لپاره د غوره کيدونکو لوبغاړو سياليو پر مهال لوبغاړي غوره شوي ول، خو غوره شوو لوبغاړو د لارې کرايه نه درلوده او له مسولينو يې غوښتنه کوله چې شته ستونزه يې حل کړي ترڅو دوی په ولايتي سياليو کې ګډون وکړي.
په ارزګان کې تراوسه د لوبغاړو د روزنې لپاره د کرکيټ اکاډمي شتون نه لري. په دغه ولايت کې لوبغاړو دوه ځله هڅه وکړه ترڅو د کرکټ اکاډمي جوړه کړي خو د يو شمير ستونزو له امله ونه توانيدل.
