ننګرهار کې د پاسپورټ وېشنې دوام؛ د ورځې دوه‌ نیم زره کسان مراجعه کوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د پاسپورټ د ویش لړۍ دوام لري خو لا هم ولسونونه د پاسپورټ د ورکړې په برخه کې شکایتونه لري.

د پاسپورټ عمومي ریاست د تیرې شنبې په ورځ د هیواد په اوو ولایتونو ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندز، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویش خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د اړوند ولایتونو اوسیدونکي کولی شي په خپلو ولایتونو کې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

ننګرهار کې هم د پاسپورټونو د ویش په پیل سره د یادې ادارې مخې ته د مراجعینو شمیر زیات شوی دی، چې هره ورځ په سلګونو تنه افغانان د پاسپورټ ترلاسه کولو له پاره د پاسپورټ ادارې دروازې تر شا خپل نوبت ته انتظار باسي.

عبدالله له کامې ولسوالۍ د پاسپورټ د ترلاسه کیدو په موخه راغلی. هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له بې نظمۍ او زیاتې ګڼې ګوڼې شکایت وکړ او ویې ویل، له همدې امله نه شي کولی د پاسپورټ د ترلاسه کیدو په موخه په اړونده څانګو کې پر وخت خپلې چارې بشپړې کړي.

عبدالله زیاته کړه: «ننګرهار کې د پاسپورټ د ترلاسه کیدو لړۍ چې پیل شوې مونږ ډیر خوشاله یو، خو ستونزه دا ده چې باید نظم مراعات شي او دلته د شته بې نظمۍ مخنیوی وشي ترڅو هر چا ته په خپل وخت پاسپورټ ورسیږي او په دې برخه کې شته ستونزو ته دحل لار پیدا شي، که چیرې د بې نظمۍ مخه ونه نیول شي نو د پاسپورټ د ترلاسه کیدو په موخه راغلي خلک به له زیاتو ستونزو مخ شي.»

د محمد نسیم په نامه د کونړ یو اوسیدونکي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  بیا د زیاتې ګڼې ګوڼې او شته بې نظمې د مخنیوي لپاره په نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د ترلاسه کیدو په موخه د څانګو د پرانستل کیدو غوښتنه کوي او هم له طالب چارواکو غواړي چې د یادې پروسې د شفافیت لپاره دې د کمیشنرانو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

محمد نسیم زیاتوي: «اوس دلته د ننګرهار د پاسپورټونو په څانګه د ختیځ څلور ولایتونه او نورو ولایتونو خلک راځي او دلته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره ثبت نام کوي، که چیرې طالبان په هر ولایت کې دا څانګې پرانیزي ترڅو د هر ولایت اوسیدونکي په خپل ولایت کې پاسپورټ ترلاسه کړي نو په دې سره به تر ډیره شته ستونزې هم حل شي او هم دې طالب چارواکي د پاسپورټ د ترلاسه کیدو په برخه کې د کمیشنکارانو مخه ونیسي ځکه زیاتره بې نظمي همدا خلک جوړوي چې له امله یې ټولو ته زیان اوړي.»

په همدې حال کې  د پاسپورټ امریت چارواکي د زیاتې ګڼې ګوڼې لوی لامل د خلکو بې نوبتي یادوي.

 د ننګرهار د پاسپورټ آمر نادر ودان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هره ورځ د پاسپورټ امریت څه د پاسه دوه سوه کسانو د بایومټریک او د نورو چارو د خلاصون ظرفیت لري، خو په وینا دوی ته د ورځې دوه نیم زره کسان مراجعه کوي.

نوموړی د نورستان، لغمان او کونړ ولایتونو له اوسیدونکو غوښتنه کوي چې د جعل کارۍ د مخنیوي لپاره دې دوی ته د مراجع پر وخت له ځانه سره برښنایي پيژندپاڼې وروړي.

 نادر ودان زیاتوي: «د ننګرهار د پاسپورټ امریت د ورځې د ۲۵۰ کسانو یا مرجعینو د کارونو د خلاصون ظریفت لري خو دلته مونږ ته هره ورځ له دوه نیم زرو ډیر کسان مراجعه کوي، چې هم یې بې نظمي رامنځته کړې او هم یې زمونږ د کارونو پر وړاندې خنډونه پیدا کړي دي او همداراز د کونړ، لغمان او نورستان له اوسیدونکو غواړو چې له ځان سره باید برښنایي تذکره ولري، څو مونږ وکولای شو له دې لارې د جعل کارۍ او نورو بې نظمیو مخه ونیسو او خلکو ته خدامات وړاندې کړو.»

بل لور ته د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو ویلي دي چې زر به د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د اخیستلو له پاره نوم ثبتونه پيل شي.

د چارواکو په خبره لومړيتوب به هغه چاته ورکول کیږي چې انلاین فورمې یې ډکې کړي دي او قانوني اسناد ولري.

د پاسپورټونو د ترلاسه کیدو مراجعین داسې مهال زیاتیږي چې په هیواد کې  د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په زرګونو افغانان له هیواده وتلي دي او ګڼ نور یې هم د وتلو په هڅه کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه