پاکستان د افغانستان هوایي چلند کارکوونکي روزي

اطلاعات روز: پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي، اسلام‌اباد هوکړه کړې چې د افغانستان د هوایي چلند کارکوونکو ته د اطفایې، خوندیتابه، ټرافیکو کنټرول، هوا پېژندنې او د هوایي ډګر مدیریت برخو کې لازمې مسلکي زده کړې ورکړي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت نن (سه‌شنبه، ۲۵ د لړم) پر خپلې فیسبوکپاڼې یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه هوکړه د طالبانو بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي په سفر کې پاکستاني لوري سره شوې ده.

خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې پاکستاني لوري سره د هوایي چلند برخه کې ځینې نورې هوکړې هم شوې دي. د خبرپاڼې په وینا په هوکړه کې یو دا هم ده چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ هر لوری په اونې کی لس پروازه عملي کولی شي چی له دې جملې دوه الوتنې په لویو الوتکو او پاتې اته الوتنې په وړو الوتکو کی عملي کیږي.

خبرپاڼه وایي: «د سیټونو شمیر پخوا د دواړو لوریو ۱۰۰۰ یو زرو پورې محدوده شوې وه خو اوس پنځه سوه سیټه پرې زیات شول چې جمله تر پنځلس سوه سیټه په اونې کې مسافر انتقالولای شي.»

افغان سفارت وایي، پاکستانی لوری د پاکستان له هر هوایي ډګره چه وغواړي د افغانستان د کابل، مزار شريف او کندهار هوایي ډګرونو ته الوتنې کولی شي. له دې خوا بیا د افغانستان لوری د هېواد له هر هوایی ډګره چه وغواړي د پاکستان اسلام اباد، پیښور او کویټې ډګرونو ته الوتنې کولی شي .

خو خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان لوری غواړي په نږدې راتلونکي کې د کویټې پر ځای د کراچۍ هوایي ډګر ته د الوتنو اجازه ورکړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه