اطلاعات روز: د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، لومړي ځل لپاره د هلمند په باغران ولسوالۍ کې دوه ښوونځي پرانیستل شول.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د محمد ظاهر شاه له واکمنۍ راهیسې په دې ولسوالۍ کې تر اوسه ښوونځی نه دی جوړ شوی، خو اوس دوی هڅې پیل کړي دي چې دغلته ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د هلمند د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسمعیل سعادت نن (سهشنبه، د لړم ۲۵) اطلاعات روز ته وویل، پرانیستل شوي ښوونځي یوازې تر لومړنیو ټولګیو پورې دي، خو په پام کې لري چې تر ۱۲ ټولګیو پورې زده کوونکو ته ښوونځي پرانیزي.
سعادت د هلمند د ښوونیز بهیر په اړه وویل، چې په دغه ولایت کې ټول ښوونځي پرانیستل شوي دي. د هغه په وینا: «دا مهال په ټول هلمند کې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او هېڅ داسې ښوونځی نشته چې هغه دې د زده کوونکو پرمخ تړل شوی وي.»
د ده په خبره، په باغران ولسوالۍ کې یې د یونیسف په مرسته ۱۵ کلیوالي ټولګي هم فعاله کړي او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې ۱۶ دیني مدرسې هم فعاله دي چې ۴۴۰ تنه زده کوونکي په کې دیني زده کړې کوي.
په هلمند کې ۴۱۷ ښوونځي او ۱۰۸۲ دیني مدرسې فعاله دي، چې زرګونه زده کوونکي پکې عصري او دیني زده کړې کوي.
باغران د هلمند په شمال کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پوهنې، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې یې اوسېدونکي له خدماتو بې برخې پاتې شوې دي.
باغران د هلمند په شمال کې یو غرنۍ ولسوالي ده چې له مرکز لښکرګاه څخه په ۲۱۰ کیلومترۍ کې موقیعت لري.
په دغه ولسوالۍ کې په تیرو وختونو کې د ناامنیو له امله ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلوده.
